د پاکستان په ملتان کې د ګازو ټانکر د چاودنې له امله څه کم ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پاکستانۍ جيو نيوز رسنۍ ویلي، چې د دغه هېواد په ملتان سیمه کې د ګازو د یوه ټانکر د چاودېدو له امله ۳۱ تنه ټپیان ۶ مړه او د ګازو شاوخوا لس نور ټانکرونه تخريب شوي دي.
راپورونه وايي چې پېښه ډېره زوروره وه او د سیمې اوسېدونکو ته درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي.