Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»پخواني غله په ويانا کې د افغانانو د سرونو ليلام ته راټول شوي.
    افغانستان

    پخواني غله په ويانا کې د افغانانو د سرونو ليلام ته راټول شوي.

    عمران آغاعمران آغا25 جون 2024څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ليکوال: عبدالله زاهد

    پخواني شړل شوي د سياسيونو په نامه غله او خاينان نن يو ځل بيا د اتريش په ويانا کې سره راټول شوي ترڅو د افغانانو په وينو د تجارت لاره بيا پرانېزي؛ خپلو بادارانو ته زارۍ کوي چې راځئ په ګډه د افغان ولس وينه و زبېښو.

    له کوم وخت څخه چې افغانستان آزاد شوی او واک طالبانو ته رسېدلی؛ په افغانستان کې د امن، خوشحالۍ او خپلواکۍ احساس هر افغان ته بې حده خوښي بښي او هېڅ افغان نه غواړي چې بيا ځلي دې افغانستان د پرديو جګړو په سنګر بدل او د پرديو دسيسې دې دلته عملي شي؛ ځکه په يوه اتحاد سره د افغانستان د اسلامي امارت تر شاه ولاړ دي.

    افغان ولس دغه پخواني غله و شرموښان ښه پېژندلي چې څنګه يې د افغانانو په وينه تجارت کاوه او څنګه يې د پرديو دسيسې دلته په افغانستان کې عملي کولې؟ خو بيا هم دغه غله نه په قراره کېږي او له افغانستان څخه بهر په يوه و بل نامه غونډې جوړوي او هغه هم په داسي يوه حالت کې چې نه يې په داخل د افغانستان کې څوک پر خبره غوږ نيسي او نه يې هم هغه مات شوي باداران پر خبره غوږ نيسي؛ ځکه باداران يې ښه پوهېږي چې افغان ولس ټول د افغانستان د اسلامي امارت سره ولاړ دی، دا ځکه چې طالبانو افغان ولس د اسلامي نظام، آزادۍ، سرتاسري امن، عدل، پرمختګ او يووالي په تحفه سره نازولي دي.

    نړۍوال هم ښه پوهېږي چې د طالب په شتون کې په هېڅ صورت دوی بريالي کېدلای نه شي، نه هم د جګړې او نه هم د سياست په ډګر کې؛ دغه وجه ده چې دغه تښتېدلي غله او خاينان هر څه ورته و ژاړي خو بهرنيان پرې هېڅ غوږ نه نيسي.

    بل طرف ولس هم اوس د هغوی په خبرو نه غولېږي؛ ځکه ښه پوهېږي چې د دغو خاينانو په وينا او کردار کې بلها فرق شته؛ افغان ولس ښه پوهېږي چې دغه په ويانا کې راټول شوي سياسيون نه، بلکې همغه وحشيان، غله، لنډغر او خاينان دي چې د بهرنيانو پر ټانک سپاره راغلي وو، شل کاله يې د دې ولس په سرونو لوبې وکړې، د دې ولس په وينو يې تجارت وکړ چې اوس يې هم لاسونه د افغان ولس په وينو ککړ دي؛ کوم چې د بهرنيانو سره يو ځای بيرته له هېواده و تښتېدل.

    ولس ښه پوهېږي چې دغه په ويانا کې راټول شوي خاينان همغه سياسيون دي چې د تعصب په تخم شيندلو سره يې ولس يو د بل په مقابل کې درولی وو، چا به افغانيت نه مانه، چا به اسلاميت نه مانه، چا به د افغانستان جغرافيه نه منلو زمزمې کولې، خو د دوی د غرور زمزمې هله په ځګېروي بدلې شوې چې بهرنيانو ترې لاس واخيست او و تښتېدل؛ دا چې نن يې جېبونه تش شوي ځکه غواړي بيا ځلي د افغان په وينو تجارت ته لاره هواره کړي.

    افغان ولس نن سبا يو او بل ولايت ته د امن په فضا کې سفرونه کوي، يو له بل سره مجلسونه کوي، يو او بل يې درک کړی چې ټول ولس مينه ناکه دی بس څو غله مو پر سر مشران وو چې خرڅ کړي يې وو.

    افغان ولس د افغانستان اسلامي امارت ته لاس په دعاء دي، وايي چې موږ خطا ايستل شوي وو؛ د پښتون، تاجک، ازبک او نورو نومونو باندي یې د خپلو افغانانو مخالفين جوړ شوي وو، خو اوس الحمدلله چې د اسلامي امارت په راتګ سره ټول يو ولس شوو، اوس برتري يواځې په تقوا کې ده نه په پښتون، تاجک، هزاره او قومپرستۍ، د ژبې او سيمې په تعصب کې چې بل طرف د دغو غلو (شمالي ټلواله) کردار او سياست پر همدې تعصب باندي ولاړ دی.

    په ويانا کې راټول شوي غله همغه ناولې څېرې دي چې څوک د افغانستان له جغرافيې منکره، څوک له افغانيت، چا بيا پښتون افغان نه باله، چا تاجک مهاجر باله، تر څو په دغو شعارونو سره دوی ځانونه خپل شوم هدف ته رسولي وو؛ خو نن بيا را ولاړېږي د متحد افغانستان په نامه غونډه ويانا کې جوړوي او بهرنيانو ته زارۍ کوي چې موږ واک ته و رسوئ؛ تاسو سيمه کې خپلې دسيسې عملي کړئ خو بهرنيان هم داسي وېرېدلي چې په خپل ژوند به بيا داسي غلطي ونه کړي.

    دغه په د اتريش ويانا کې راټول شوي شرمېدلي غله هېڅ نه شرمېږي؛ د طالبانو له راتګ سره د افغانستان د اسلامي امارت د مخالفت نغارې ډنګوي، خو تر اوسه دوی په خپلو منځنو کې هېڅ يوې ګډې اعلاميې ته لا هم نه دي رسېدلي؛ دا ځکه دوی د ولس د سرونو پر سودا نه سره جوړېږي چې څوک به څومره پيسې او څومره واک لري.

    له بهره د مخالفت زمزمې د هغه چا مخالفت کې کوي چې د همدې نظام لپاره يې کلونه قربانۍ ورکړي، پر ځانونو يې بمونه تړلي او لا هم اماده ناست دي چې د اسلام او وطن لپاره ځانونه قربان کړي، خو دوی يې د مخالفت نارې له بهره را وهي او غواړي د افغان ولس ځوانان وغولوي.

    په ويانا کې راټول شوي غله همغه لنډغر دي، ولسه! په شعارونو يې مه تيروځئ، ځکه د دوی په حلق کې توره ژبه خوږه لکه ګبين ده، اما په کردار کې همغه لنډغر دي، غله و خاينان دي، لا يې تر اوسه لاسونه د افغان په وينو سره او همغه شرموښان او د پرديو غلامان دي.

    مخکینۍ مقالهد ویانا څلورمه ناسته؛ څلورمه ناکامه تبلیغاتي هڅه!
    راتلونکي مقاله په ویانا کې د لنډغرو څلورمه ناسته.

    مربوطه لیکنې

    ستره محکمه: پکتيا کې دوه کسانو ته د نا مشروع اړیکو لرلو په جرم تعزیري سزاء ورکړل شوه

    20 جولای 2025

    سرپرست حکومت: غزه کې د اسرائیلي رژیم له‌ لوري د مرستو څخه د لومې په توګه کار اخیستل په کلکو ټکو غندو

    20 جولای 2025

    د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او د ورلډ وېژن مؤسسې ترمنځ پر چاپېریالي همکاریو خبرې شوي

    20 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 20 جولای 2025

    ستره محکمه: پکتيا کې دوه کسانو ته د نا مشروع اړیکو لرلو په جرم تعزیري سزاء ورکړل شوه

    د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوه کسانو ته…

    تېرو څلرويشتو ساعتونو کې ۱۳۰ فلسطينيان شهيدان شوي او ۴۹۵ نور ټپيان دي

    20 جولای 2025

    بنیامین نتنیاهو د خرابو خوړو له امله د کولمو په مکروب اخته شوی

    20 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ستره محکمه: پکتيا کې دوه کسانو ته د نا مشروع اړیکو لرلو په جرم تعزیري سزاء ورکړل شوه

    20 جولای 2025

    تېرو څلرويشتو ساعتونو کې ۱۳۰ فلسطينيان شهيدان شوي او ۴۹۵ نور ټپيان دي

    20 جولای 2025

    بنیامین نتنیاهو د خرابو خوړو له امله د کولمو په مکروب اخته شوی

    20 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،989 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،920 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،930 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.