‏دافغان حکومت مرستیال ویاند، ملا حمدالله فطرت وایي، نن یکشنبه ارګ کې د «ارګ پاڼه» د سلمې ګڼې او د «پرمختگ» په نوم د یوې نوې وېب‌پاڼې د پرانیستې مراسم ترسره شول.

په دې مراسمو کې د ریاست‌الوزراء د دفتر رئیس ملا عبدالواسع ویلي، چې افغان حکومت د معلوماتو شریکولو، عامه پوهاوي او د دقیقو معلوماتو وړاندې کولو ته ځانګړې ارزښت ورکوي.

نوموړي خلکو ته د نظام د کړنو، د حقایقو رسولو او د پروپاګند خنثی کولو لپاره د یو منظم سېستم موجودیت مهم بللی او د حکومت د لاسته راوړنو منعکسولو لپاره یې پرمختګ ویبسایټ یو مستند ادرس یاد کړی دی.

په ورته مهال د افغان حکومت ویاند، مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي، چې «پرمختگ» وېب‌پاڼه به رسنیو ته دقیق، مستند او پر وخت معلومات وړاندې کړي او د یوې باوري معلوماتي سرچینې په توګه به ترې استفاده وشي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version