د بلوڅو وسله والې ډلې (براس) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې جنګیالیو یې د بلوچستان ایالت نوشکي او بارکان ولسوالیو کې پر پاکستاني عسکر بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې ۲۲ تنه هلاک او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
یادې ډلې په دغو بریدونو کې د خپلو پنځو تنو جنګیالیو وژل کېدل هم تائید کړي دي.
یاده دې وي چې، تېره او وړمه ورځ د یاد ایالت په بېلابېلو سیمو کې په څو نورو بریدونو کې هم شاوخوا ۳۰ پاکستاني پوځیان او پولیس هلاک او ټپیان شوي دي.