Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»پرځېدلی جمهوریت؛ هغه ساختار چې د یوې ډلې خلک پکې راټول وو
    تورې څېرې

    پرځېدلی جمهوریت؛ هغه ساختار چې د یوې ډلې خلک پکې راټول وو

    صابر افغانصابر افغان19 جون 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په تېرو دوه لسیزو کې چې افغانستان د جمهوریت تر نامه لاندې اداره کېده، ډېر شمېر وګړي په دې تمه وو چې دا به د ولسواکۍ، برابر مشارکت او د قانون د حاکمیت بنسټ کېږدي، خو د وخت په تېرېدو سره دا تمه په ناهیلۍ بدله شوه، ځکه چې جمهوریت د یو ملي نظام پر ځای، د محدودو سیاسي او قومي کړیو په انحصار بدل شو.

    د جمهوري نظام مشرتابه د قدرت د وېش پر ځای، هڅه کوله چې د خپلو همفکرانو او نږدې کړیو له منځه اداره جوړه کړي، له ولسمشرۍ نیولې تر ولایتونو، وزارتونو، سفارتونو او نورو مهمو ادارو پورې، هر څه د یوې ټاکلې شبکې له خوا کنټرولېدل. دا شبکې نه یواځې سیاسي مخالفین منزوي کړل او په هيڅ صورت يې هغوی ونه منل، بلکې په اکثریت ولس کې یې بې‌باوري زیاته کړه.

    په ظاهر کې که څه هم جمهوریت د قانون، ټاکنو او مدني آزاديو شعار ورکاوه، خو عملاً دا نظام د یو حزب یا ډلې بڼه غوره کړې وه، هغه کسان چې له دغه ډله‌ييزه تفکر سره همغږي نه وو، خنډ ګڼل کېدل او په سیسټماټیک ډول له سیاسي صحنې ایستل کېدل، چې دا ډول چلند جمهوریت ته د مشروعیت پر ځای د انحصار څهره ورکړه.

    يواځې انحصار نه و، چې د جمهوريت مشروعيت يې تر پښو لاندې کاوه، بلکې د ولس له باورونو، دیني ارزښتونو او سیمه‌ایزو واقعیتونو سره سر نه خوړل هم د دې ډلې د ناکامۍ اسباب وو، د دوی ستراتېژي ډېری وخت تنها پر وارداتي تيوريو ولاړه وه، چې د افغاني ټولنې له ارزښتونو سره یې تل تضاد درلوده.

    دا ټول عوامل پر دې دلالت کوي چې جمهوریت یو پرانيستی، ګډ او مدني نظام نه و، بلکې د یوې ډلې سیاسي – ایډیالوژیکه پروژه وه، چې غوښتل یې قدرت د ځان پر محور را وڅرخوي، د دې ډلې هر راز مخالفین یا خاموشه کېدل، یا دې ته اړايستل کېدل چې له هېواده ووځي او یا هم د دښمن او نامشروع په نوم ټاپې ورباندې لګول کېدلې.

    د همدې ذهنيت پایله دا شوه چې جمهوریت د ولس په منځ کې ريښې ونه‌ غځولې، کله چې نړۍوال ملاتړ کم شو او د زور مقابله مخې ته راغله، همدا جوړښت په ډېرې اسانۍ سره ونړېده، ځکه چې دې جوړښت د ټول ملت نمایندګي نه کوله، بلکې د یوې محدودې شبکې او ډلې غږ و.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد اسرائيلو د کورني امنيت وزير ايتامار بن ګوير: الجزیره ټلویزیون د اسرائيلو امنيت ته ګواښ دی او څوک چې دغه ټلويزيون ګوري بايد ونيول شي
    راتلونکي مقاله د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز علمي غونډه؛ د ایران-اسرائیل جګړې راتلونکې سناریوګانې وڅېړل شوې

    مربوطه لیکنې

    محمد محقق؛ د پاکستاني ګټو سپین سترګی مبلغ

    9 اپریل 2026

    د وحدت ګوند او مقاومت شوری سیاسي کمېټې مشر، محمد محقق: ګران ورور عاصم منير او ټول پاکستان ته د امريکا او ايران تر منځ د اوربند هڅو د بريا مبارکي وایم

    8 اپریل 2026

    د آی‌ایس‌آی دوه مهرې؛ د مسعود او کوفي د خوږوالي حقیقت

    6 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 11 اپریل 2026

    کونړ کې پر فرضي د پاکستاني ملېشو پر پوستو غچ اخیستونکي بریدونه شوي

    ځایي سرچینې هندوکش‌غږ ته وایي، افغان ځواکونو تېر مازدیګر او نن شنبه سهار د کونړ…

    سرچینې: عاصم منیر، اسحق ډار او محسن نقوي د جي‌ډي وینس هرکلي ته له تلو وړاندې د امریکایي ځواکونو له خوا پلټل شوي

    11 اپریل 2026

    د خواجه آصف د ټویټ حذف؛ بهرنی فشار او د پوځي رژیم دروني اختلافات

    11 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    کونړ کې پر فرضي د پاکستاني ملېشو پر پوستو غچ اخیستونکي بریدونه شوي

    11 اپریل 2026

    سرچینې: عاصم منیر، اسحق ډار او محسن نقوي د جي‌ډي وینس هرکلي ته له تلو وړاندې د امریکایي ځواکونو له خوا پلټل شوي

    11 اپریل 2026

    د خواجه آصف د ټویټ حذف؛ بهرنی فشار او د پوځي رژیم دروني اختلافات

    11 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،141 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،089 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،173 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.