
په ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو متخصصانو ویلي، چې پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه د نړیوالو قوانینو له مخې غیرقانوني دي او د ملکي وګړو د ژوند د حق ښکاره سرغړونه بلل کېږي.
د جنيوا د خپرې شوې اعلامیې پر بنسټ، د پاکستاني رژيم بريدونه په کامله معنا تېری دی او اسلام اباد یې د توجيه لپاره هېڅ شواهد نه لري.
کارپوهانو ټینګار کړی چې دغه بریدونه د ملګرو ملتونو منشور له اصولو سره په ټکر کې دي او یوازې هغه وخت د ځان د دفاع حق توجیه کېدای شوای، چې پر پاکستان مخکینی برید شوی وای.
اعلامیه زیاتوي چې د تحریک طالبان پاکستان د بریدونو په تړاو پاکستان تر اوسه داسې باوري شواهد نه دي وړاندې کړي چې د افغانستان له خاورې تنظیم شوي وي.
کارپوهانو د شخړې د سولهییز حل غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دواړه لوري باید نړیوال قوانین مراعات کړي، ملکي وګړي خوندي وساتي او د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو لپاره هڅې ګړندۍ کړي.
#هندوکشغږ

