Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»پر افغان خاوره بمباري به پاکستان (دوهم اسرائيل) ته په ډېره درنه تمامه سي!
    لیکني

    پر افغان خاوره بمباري به پاکستان (دوهم اسرائيل) ته په ډېره درنه تمامه سي!

    صابر افغانصابر افغان19 مارچ 2024څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ليکوال: عبدالله زاهد

    پاکستان وړمه شپه د خوست او پکتيکا ځيني سيمې بمبار کړي چې ورسره د افغانستان او پاکستاني پوله ساتو تر منځ نښته مښتې.

    له کوم وخته چې افغانستان کې اسلامي نظام راغلی، له همغه وخت دغه د همسايه په نوم منافقينو زور اخيستی، په يوه او بله بهانه افغان حکومت او افغان ولس ته مشکلات جوړوي، د ميډيا پر مخ تبليغات او پر نړيوالو سټيجونو باندې پر افغان حکومت او افغانانو تهمتونه تړي؛ تر څو دلته جګړه جوړه، بيا ځلي بهرنيان يرغل ته دعوت کړي او د بهرني يرغل په راتګ سره به بياځلي دی خپل هېواد پاکستان، پوځ و آی ايس آی د بهرنيانو خدمت کې دروي؛ چې بدله کې به ترې پيسې اخلي، دا ځکه د دوی پوځ همېش د پردو د کرايې کار کړی او خپله روزي همدې پرديو ته جاسوسي او د غرب د پروژو عملي کولو کې لټوي.

    دوی همېش ادعا کوي چې TTP افغانستان کې ده او له افغانستان څخه فعاليت کوي؛ چې دا سراسر درواغ دي او زموږ مشرانو همېش ورته ځواب کې ويلي چې: ټي ټي پي پاکستان کې سيمې په واک کې لري او فعاليت هم له هغه ځايه کوي، موږ هيچا ته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد استعمال کړي، خپله ټي ټي پي هم بار، بار ويلي چې ضرورت نسته موږ افغانستان ته پناه يوسو بلکې همدلته پاکستان کې موږ سيمې په لاس کې لرو او خپل فعاليت هم له همدې ځايه کوو.

    بل طرف داعش خراسان دوی په عامه روزي ځکه له نورو طاقتونو څخه پيسې پرې اخلي، د پاکستان د پوځ او د آی ايس آی په دفترونو کې مېلمستياوې خوري خو تهمتونه پر موږ پوري تړي، همدغسې د شمالي ټلوالې روزنه هم کوي.

    هندوکش داسې اسناد خپاره کړي وو چې پاکستان و داعش خراسان او شمالي ټلوالې ته په اسلام اباد او کراچۍ کې غونډې دايرې کړي؛ تر څو سره يو سي او په ګډه د افغان حکومت مخالف و جنګېږي؛ چې د دې لپاره دوی د داعش خراسان او شمالي ټلوالي مالي و تسليحاتي مرستې هم کوي، تر څو افغانستان کې يې وجنګوي خو وس بیا راځي تهمتونه پر موږ تړي.

    دا به پاکستان ته ډېره په ګرانه تمامه سي، ځکه د طالبانو سره ډغرې وهل د نړۍ د سوپر طاقتونو په وس نه ده پوره نو يو ډيوالي ملک پاکستان چې داخلي کشمکش او سياسي جنجالونو کې تر پوزې پوري غرق دی، څه وکړي؟ اقتصادي حالت يې ورځ تر بلې پر غرقېدو دی، ځکه خو دلته پروژې عملي کوي چې غرب يو څه پيسې او کومک ورسره وکړي، يا هم سعودي عربستان ورته يو څه پيسې په سود ورکړي او بل طرف دلته افغانستان کې اقتصادي ودې دوی وارخطاء کړي دي.

    پاکستان دې نه هېروي چې دلته د انګرېزانو، روسانو او امريکايانو غوندي ستر طاقتونه چې ورسره ټوله دنيا هم ملګرې وه؛ بيا هم له شرمناکې ماتې سره مخ سوه، نو پاکستان خو افغانانو ته هيڅ هم نه ښکاري او نه هم د دوی دغه د کرايې پوځ د افغانانو مقابل جګړه کولای سي؛ خو افغانان نه غواړي بيا ځلي جګړې ته لاړ سي، ځکه تازه يې له جګړې دمه اخيستې، خو که پاکستان پر لار نه سي او افغانان بيا ځلي جګړې ته ولاړه نو د پاکستان د پوځ خاتمه هم لازمي ده؛ ځکه افغانانو ته هيڅ قدرت د ټينګې نه دی، افغانان پر ځان بمونه تړي، د خپل نازک بشر په نذرانه کولو سره د اسلام او وطن دفاع ته چمتو دي، صرف د مشرانو امر ته انتظار دي او مه هېروئ چې پاکستان کې فعاليت طالبانو ته بيخي هوسا دی؛ خو مشران نه غواړي کوم همسايه سره په جګړه واوړي ځکه له دې فرصته پاکستان ناسمه ګټه نه پورته کوي.

    دا چې پاکستان همېش له افغانانو او مسلمانانو سره منافقانه چلند کړی، دا افغان ولس ته هم ښه څرګنده ده ځکه ټول ولس، له مشره تر کشره له پاکستان څخه نفرت لري، که يو ځلي مشران امر وکړي نو يو څو لکه نه بلکې ميليونونه افغانان تيار دي چې د پاکستان د پوځ مقابل وجنګېږي او د پاکستان د تيرو پنځه څلوېښتو کلونو منافقت او جګړو زور به ترې وکاږي؛ ځکه هر ځلې چې دلته افغانستان کې جګړه پېښه سوې هغه کې د پاکستان مستقيم لاس وي او نه دې هېروي چې تېر ځلي چې امريکا ته پاکستان لاره ورکړه، کوردينات د افغانستان يې ور تسليم کړه او هم يې د امريکايانو سره يرغل کې خپل پوځ و آی ايس آی شامل کړ، د دې هر څه بدلې ته طالب هر زلمی په انتظار ناست دی.

    د پاکستان مطلب پر فرضي کرښه له دې جګړو او بمباريو څخه هم دا دی چې اول له افغان حکومت سره جنجال جوړ کړي او بيا نړيوالو ته و وايي چې راسئ طالبان له ماسره جګړه کوي، دا ځکه دلته يو اسلامي، پرمختللی او سرتاسري د افغانانو د خوښې او يووالي نظام پاکستان ته د منلو نه دی، افغانستان کې امن او سوله کې د افغانانو ژوند او پرمختګ دغه منافق پاکستان خپله تباهي بولي.

    په غزه کې يهودو پر مسلمان فلسطيني ولس ماتم جوړ کړی او افغانستان کې بيا د پاکستان مرتد پوځ د يهودو کردار ته جريان ورکړی، زموږ کلي بمباروي، ماشومان و ښځې شهيدانوي.

    پاکستان دې نه هېروي چې اوس دلته د مجاهدينو، اصيلو او غيرتي افغانانو واک دی؛ چې د خپلې خاورې او اسلام لپاره يې کلونه قربانۍ ورکړي او بيا هم قربانۍ ته تيار دي.

    پر ځان بمونو تړلو ته استشهاديان په نوبت او انتظار ناست دي؛ که پاکستان له خپل منافقت او سيمه کې د غربي دسيسو له عملي کولو څخه لاس وانخلي، د يوه مسلمان همسايه په حيث ځان برابر نه کړي نو بالکل به يې د ځمکې له مخې جغرافيه هم ورکه سي، اوس افغانان غمخوار لري، داسې مشران لري چې د مسلمان ولس د هر څاڅکې وينې او تکليف بدله به درڅخه اخلي ان شاءالله.

    مخکینۍ مقالهنېزو کې به دې پورته کړو خېبره دروازه
    راتلونکي مقاله زرداري د موساد نوی مامور

    مربوطه لیکنې

    د ناکامو ډلو بې ګټې فیسبوکي مبارزه او ناکامې خیالي وعدې

    19 جولای 2025

    د افغانستان په اړه ناسم تحلیلونه، خیالي فرضیې او عیني واقعیتونه

    17 جولای 2025

    انتخابي عدالت که د فشار وسیله؟ د جمهوریت د جنایاتو په اړه د نړۍوالې جنایي محکمې چوپتیا

    16 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 20 جولای 2025

    بنیامین نتنیاهو د خرابو خوړو له امله د کولمو په مکروب اخته شوی

    انادولو‌ خبري اژانس د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر له قوله خبر ورکړی،…

    سرپرست حکومت: غزه کې د اسرائیلي رژیم له‌ لوري د مرستو څخه د لومې په توګه کار اخیستل په کلکو ټکو غندو

    20 جولای 2025

    حماس: د لوږې له امله د څه باندې ۷۰ فلسطیني ماشومانو شهادت د بشریت پر تندي تور داغ دی

    20 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    بنیامین نتنیاهو د خرابو خوړو له امله د کولمو په مکروب اخته شوی

    20 جولای 2025

    سرپرست حکومت: غزه کې د اسرائیلي رژیم له‌ لوري د مرستو څخه د لومې په توګه کار اخیستل په کلکو ټکو غندو

    20 جولای 2025

    حماس: د لوږې له امله د څه باندې ۷۰ فلسطیني ماشومانو شهادت د بشریت پر تندي تور داغ دی

    20 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،988 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،919 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،926 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.