
نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې روسیې تېره ورځ (چهارشنبه) د اوکراین پر ترنوپیل ښار درانه هوایي بریدونه کړي.
راپور کاږي، چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي او ۸۰ نور ټپیان دي.
ویل شوي، دغه بریدونه د نږدې ۵۰۰ ډرون الوتکو او ۴۸ توغندیو پر مټ شوي دي.
دې بریدونو کې د برېښنا انرژۍ تاسیسات، ټرانسپورټي زېربناوې او ګڼې ودانې هم زیانمنې شوې دي.
د یادونې ده، چې روسیې د ژمي په رارسېدو سره د اوکراین د برېښنا انرژۍ پر تاسیساتو بریدونه زیات کړي دي.

