هغه ټولنې، دولتونه او اشخاص چې پر بهرنیانو تکیه کوي، هغه که په سیاسي، اقتصادي او نظامي برخو کې وي او که په کلتوري برخه کې، کله نا کله لنډ مهاله ګټې لري، خو خامخا به له بدو پايلو سره مخ کېږي. پر بهرنیانو تکیه کوونکي حکومتونه خپلواک تصمیمونه نشي نیولی او دغه هېوادونه د بهرنیو قدرتونو تر نفوذ لاندې راځي، کله چې د یو هېواد اتکاء پر نورو هېوادونو وي، بیا هماغه هېواد او ولسونه د پردیو ستراتیژیو تابع او ښکار ګرځي. هر کله چې بهرنیان خپلې ګټې ترلاسه کړي، ملاتړي یې پرېږدي. تاریخ شاهد دی، چې پر بهرنیانو تکیه کوونکي مشران او نظامونه بالاخره ناکام شوي دي.
سپينې ماڼۍ ته د زلنسکي تلل یوه تصادفي او ټکان ورکونکې پېښه وه، د یوکراین ولس به اوس په دې پوهېدلی وي، چې موږ جنګېدلو او که جنګول کېدلو؛ د بایډن د ادارې پر مهال زلینسکي ګومان کاوه، چې د امریکا د سیاست برخه نه دی او نړۍ هم پر شا ټپاوه، د خپلواک او خودکفا ولسمشر لقبونه یې ورکول، مګر په حقيقت کې داسې نه وه، زلینسکي د امریکا د سیاست برخه و، وکارول شو او له صحنې څخه به ایستل کېږي؛ نړۍ هم د یوکراین د سرنوشت په اړه چوپتیا غوره کړې ده.
په ځانګړې توګه هغه نظامونه چې پر امریکا یې تکیه کړې، تل له بدو پایلو سره مخ شوي دي. امریکا اکثره وخت د خپلو ستراتیژیکو ګټو او اهدافو لپاره نظامونه استفاده کوي، خو کله چې یې ګټې پای ته ورسېږي، نو متحدین له کړکېچونو سره تنها پرېږدي او په جار ورته وايي، چې موږ نور ځو، تاسې او خپل کار مو پوه شه، دا ستاسې داخلي ستونزې دي او حل یې په تاسې پورې اړه لري.
تاریخ تکرارېږي، هېڅکله بهرنیان ژمن نه دي پاتې شوي، د شوروي اتحاد ملاتړ ته تکیه کوونکي افغان حکومتونه له شوروي سره یو ځای راونړېدل. اشرف غني، چې فکر یې کاوه امریکا به تل ورسره وي، په څو ساعتونو کې یې نظام سقوط وکړ. کله چې یو حکومت د بهرنیانو پر ملاتړ ولاړ وي، خلک یې خپل حکومت نه ګڼي، بلکې د یوه اجنبي نظام اجیر یې بولي. اوس هم ځینې غواړي همدا تېروتنه تکرار کړي، خو تاریخ ښودلې، چې دا ډول هڅې تل ناکامې شوې دي.
د امریکا د يارۍ دا ترخه زهر د ډېرو په ستوني کې نښلېدلي دي، د دې يارۍ پایله او نتیجه د مرګونو، وژنو، دربدرۍ او پر خالي میدان له پاتې کېدو پرته بل څه نه ده، تر ټولو ترخه پایله یې له خپل ولس څخه د اجیر ولسمشر تېښته او د حکومت نسکورېدل دي.
امریکا تل پر خپلو ګټو تمرکز کوي، د نړۍ په هر کونج کې چې یې ګټې تضمینېدلې، هلته به امریکایان حاضر ووینئ او چې کله خپله هدف ترلاسه کړي او یا یې ګټې په خطر کې واقع شي، بیا خپل متحد پر سپېره میدان تنها پرېږدي او هغه پر دوی له تکیې پرته ژوند نه شي کولی، چې پایله یې د صفر خواته د یو هېواد تقرب دی او بس!
په غرب کې بهرنیانو ته د خپل هېواد د بربادۍ په خاطر زارۍ کونکي باید پوه شي، چې بهرنیان خپلو ګټو ته ګوري، نه د دوی له کرکو او نفرتونو څخه ډکو مخونو ته. نړۍ هم د افغانستان په اړه په دې باور ده چې افغانستان په تېرو نسخو نه جوړېږي، نوی نسل یې په نوي فکر ابادول غواړي او آبادي یې هغه وخت ممکنه ده، چې خپلواک نظام ولري.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.