تسنیم خبري اژانس د سوریې د دفاع وزارت له قوله خبر ورکړی چې، د سوریې پر دمشق ښار د صهیونیستي پوځ په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۶ تنه عام وګړي شهیدان او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي.
دا بریدونه د صهیونستي پوځ د هوایي ځواکونو لهخوا د پنجشنبې پر ماځیګر د د مشق ښار د المزه سیمې په دریو مسکوني ودانیو ترسره شوي و، چې پراخ مالي او ځاني زیانونه یې هم اړولي دي.