د العربيه خبري شبکې د راپور له مخې صهيونيستي اسرائیلو د تحريرالشام غورځنګ لاس ته د بشارالاسد له رژيم د پاتې وسلو د لوېدلو له وېرې پرون د جمعې په ماښام يو ځل بيا د سوریې پر پوځي اهدافو او لويو ښارونو پراخ هوايي بريدونه ترسره کړي.
العربيه دغه راز زياتوي چې د صهيونيستي اسرائیلو الوتکو د بمبارد پر مټ د سوریې پلازمېنې دمشق په ختیځ کې د څلورمې او شپاړسمې نظامي لواګانو مرکزونه په نښه کړي، او دغه راز یې په «حماة» ښار کې څيړنيز او لابراتواري مرکزونه د «السويدا» ښار په څنډو کې د «خلخله» هوايي ډګر، او په «الرحبيه» ښار کې د رادار يا هوايي دفاع په مرکز بمبارد ترسره کړی.
د يادونې وړ ده چې سوريه کې د بشارالاسد رژيم له ړنګېدو او تحريرالشام غورځنګ له واک ته رسېدو سره سم صهيونيستي اسرائيلو په سوريه هوايي او ځمکني بريدونه پيل کړي او د ځينو راپورونو له مخې لسګونه کيلومټره د ځمکې له لارې د سوریې خاورې ته ننوتي دي.