د مهر خبري اژانس د راپور له مخې د ایران له خوا تل ابیب ته نږدې د اسراییلو پر درېیو پوځي اډو بریدونه شوي.
تسنیم خبري اژانس ادعا کړې چې د ایران د توغندي په برید کې د اسرائیلو د ناواتیم اډه ویجاړه شوې ده.
شفقنا ادعا کړې، چې د ایران د توغندیز برید په پایله کې د اسرائیلو تر ۲۰ ډېرې ایف ۳۵ الوتکې ویجاړې شوې دي.
د ایران لږ تر لږه ۸۰ سلنه توغندي پر اسرائیلو د «لومړي ځل بریدونو» په ترڅ کې هدفونه په نښه کوي.
د تل ابیب او واشنګټن په وینا، د دې راکټي برید په پایله کې له غزې څخه یو فلسطینی وژل شوی.
د امریکا د اټکلونو له مخې ایران د اسرائیلو پر لور شاوخوا ۲۰۰ بالستیک توغندي توغولي، ایراني رسنیو ویلي چې شاوخوا ۴۰۰ توغندي لګېدلي دي.
حماس؛ اسرائیلو ته د ایران د توغندیو برید یو قوي پیغام بللی دی.
د توغندیو برید د ایران د مذهبي مشر ایت الله خامنه يي په امر شوی و.
د اسرائیلو چینل 12 راپور ورکړی چې د اسرائیل پوځ به په ورته وخت کې په منځني ختیځ کې د اهدافو په وړاندې “قوي بریدونه” وکړي.