تسنیم خبري اژانس غزه کې د روغتیايي سرچینو له قوله خبر ورکړی چې، د غزې ښار په شمالي سیمې «کمال عدوان» روغتون ته څېرمه صهیونیستي اسرائیلو د «شیخ رضوان» پر کلي هوایي بریدونه کړي چې له امله یې ۷۰ تنه ملکي وګړي شهیدان او ۱۰۰ نور ټپیان شوي.
د سرچیني د معلوماتو لهمخې په ژوبلو او شهیدانو کې ډېره برخه ښځې او ماشومان دي. سیمه کې لا هم د ژغورنې هڅې روانې دي کېدای شي د مرګژوبلې شمېره نوره هم لوړ شي.
پر غزې ښار د صهیونیستي اسرائیلو له حملې را په دېخوا د رسمي شمېرو له مخې تر ۴۳ زرو ډېر ملکي وګړي شهیدان او تر ۱۰۳ زرو زیات عام وګړي ټپیان شوي چې ډېره برخه یې ښځې او ماشومان دي.