د لبنان روغتیا وزارت ویلي، چې د تېرې دوشنبې له سهار راهیسې پر دغه هېواد د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله لږ تر لږه ۲۱۷ کسان وژل شوي او ۷۹۸ نور ټپیان شوي دي.
د یاد وزارت په وینا، د جګړې او هوايي بریدونو له امله شاوخوا ۹۶ زره کسان له خپلو کورونو هم بېځایه شوي او خوندي سیمو ته کډه شوي دي.
د لبنان روغتیايي چارواکو ویلي، چې د ژغورنې ډلې لا هم د ویجاړو شویو ودانیو لاندې د پاتې کسانو د لټون عملیات ترسره کوي او ښايي د تلفاتو شمېر نور هم لوړ شي.
د لبنان ځايي سرچینې وایي، چې د صهیونیست رژیم بریدونه تر ډېره د دغه هېواد پر سرحدي او جنوبي سیمو ترسره شوي دي.
د یادونې ده چې د لبنان په جنوب کې د حزب الله ډلې او صهیونیستي عسکرو ترمنځ مخامخ جګړه هم شوې، چې پر مهال یې تر ۱۰ ډېر صهیونيستي پوځيان ټپیان شوي دي.
