د لبنان ملکي دفاع ادارې ویلي، چې پر دغه هېواد د صهیونیستي رژیم د نن (چهارشنبې) ورځې بریدونو کې ۲۵۴ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱۶۵ نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، بریدونه د لبنان پر پلازمېنې بیروت او شاوخوا سیمو ترسره شوي، چې له امله یې ګڼې ودانۍ نړېدلي او زرګونه کسان له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي دي.

ویل شوي، د ژغورنکو ډلو له لوري لا هم تر ړنګو ودانیو لاندې د بند پاتې کسانو د ژغورنې عملیات دوام لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version