باوري سرچینو ویلي، چې تهران او واشنګټن لا هم د پاکستان په منځګړیتوب مذاکراتو کې یوې ملموسې پایلې ته د رسېدو لپاره زړه نا زړه دي.
سرچینو زیاته کړې، چې ایران په اسلام اباد کې له امریکایي لوري سره د خبرو لپاره چین او روسیه د خپلو شاهدانو په توګه دغه هېواد ته ور بللي دي.
ویل شوي، چې امریکایي لوري بیا د دې چارې لپاره سعودي عربستان او قطر ته اسلام اباد ته د سفر بلنه ورکړې ده.
د معلوماتو له مخې، متحده عربي امارات د ایراني پلاوي د مخالفت امله له پامه غورځول شوي دي.
