بلوچستان کې د بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې (بي اېل اې) رسنیو څخه په یوه خپره شوې بیانه کې ویل شوي چې جنګیالیو یې د بلوچستان “نوشکي” سیمه کې پر پوځي کاروان برید ترسره کړی، چې په ترڅ کې یې ۱۰ پوځیان وژل شوي او ۴ نور ټپيان شوي دي.
د بلوڅ بېلتون غوښتونکي غورځنګ په وینا په دغه برید کې د دوی دوه تنه جنګیالي هم وژل شوي دي.
په بیانیه کې ویل شوي چې دا بریدونه د پاکستان حکومت د ظالمانه سیاستونو پر وړاندې به تر هغه وخته دوام وکړي چې بلوڅان خپله خپلواکي او خپل حقوق ترلاسه کړي نه وي.