Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»پر ډونالډ ټرمپ د اسلامي هېوادونو د حکامو ویر او غلې یونما!
    لیکني

    پر ډونالډ ټرمپ د اسلامي هېوادونو د حکامو ویر او غلې یونما!

    صابر افغانصابر افغان17 جولای 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    زما لپاره دا یوه لوبه ده! دوی ولې ډونالډ ټرمپ وژني؟ امریکا د سیاسیونو د کشمکش یو لوبغالی دی او د نړۍ له هر هېواد څخه دلته سیاسي تشدد خورا پیاوړی دی، دغه وحشي سیاسون د نړۍ د انسانانو پر مرګ/وژنو او د نړۍ د توازن په قالب کې د هېوادونو د ځای پر ځای کولو پر سر، یو او بل سره وداړل، ټرمپ د اوکراین د ولسمشر زلنسکي مخالف دی، او بل لوري ته د بایډن اداره د اوکراین د جګړې لامل او سپورټ کوونکې ده.

    د ټرمپ پر غوږ دې کوچني ټپ، د تش په نامه اسلامي هېوادونو اصلي څهره نړۍ ته ور وپېژندله او دا یې د نړۍ مسلمانانو ته په ډاګه کړله چې دوی د چا په اشاره وړاندې ځي او چا یې په غاړه کې د غلامۍ هار ور اچولی دی.

    هغه عربي هېوادونه چې د فلسطین په ګاونډ کې قرار لري، لکه: مصر، سعودي عرب، عراق، سوریه او داسې نور… په ټرمپ ترسره شوی برید یې په کلکو ټکو وغانده او په ګاونډ کې یې پر غزه روان بشري ناورین، د سترګو پر وړاندې ترسره کېږي، هغه نه ویني، اما د ټرمپ د غوږ په کوچني زخم یې د محکومیت غږ اوچت کړ او د ژر تر ژره روغتیا غوښتنه یې ورته وکړه.

    د ټرمپ په غوږ راڅڅېدونکې وینې ټول عرب په شور او خوځښت راوستل او بلې خوا ته د اسلامي امت د وجود په یوه برخه (فلسطین) چې کوم درد تېرېږي، نو دوی ولې په حرکت نه راځي؟آیا دا د رسول الله ﷺ په ټاټوبي هستوګن خېټور، عیاش حکام د خان یونس په کوڅو کې پرتې وینې نه ویني؟ آیا د غزې د ښځو او ماشومانو چیغې یې نه تر غوږو کېږي؟ آیا په غزه کې ترسره کېدونکی جنایت، وحشت او تشدد ولې نه غندل کېږي؟!د ټولې نړۍ جګړې او ناورینونه له دغه خاورې (امریکا) څخه مستقیم او یا غیرې مستقیم اداره کېږي، د امریکا له خوا د ویر پر ټغر د ناستې نړۍ، پر سر، چې اکثریت یې اسلامي هېوادونو دي، د ناپوهۍ خپسې ناستې دي، دوی ټولو په ګډه، له ټرمپ سره د سیاسي تشدد دا عمل غندلی او د ټرمپ د سمدستي روغتیا لپاره خپلې پېرزوینې یې هغه ته استولې دي؛ دنیا د مظلومانو پروړاندې کړه او ړنده ده.

    م.م. د امریکا پر کړکیچن وضعیت او امریکا چې په نړۍ کې کوم جنایتونه ترسره کوي ولې چوپ دي، د اوکراین د جنګ لامل امریکا پېژندل کېږي، د فلسطین د ټولوژنې ترشا د امریکا لاس له ورایه څرګند او له اسرائیلو سره په دغه لوی بشري ناورین کې اوږه په اوږه ولاړه ده.

    د سوریې او عراق داخلي جنګونه امریکایانو اېجاد کړل او پالنه یې کوي، په لنډه توګه که ووایم، په ټوله نړۍ کې د بشر پر وړاندې که کوم جنایت ترسره کېږي، د امریکایانو لاس لرل پکې حتمي دي، هره مرمۍ چې په دې نړی کې مسلمان پرې وژل کېږي، د امریکایانو تر لاس تېرېږي.

    خو م.م په ځانګړي ډول یونما، یوه ورځ هم د امریکا له جنایتونو پرده پورته نه کړه او نه یې په نړۍ کې د بل کړي اور ګوته امریکا ته ونیوله؛ یوناما د لویدیځو قدرتونو یوه سیاسي وسیله او د جاسوسۍ ځاله ده.

    مخکینۍ مقالهد تېر خلاف د عاشورا مراسم سږ کال ولې ډاډمن او منظم وو؟!
    راتلونکي مقاله هسپانیه او ایټالیا په کابل کې خپل تړل شوي سفارتونه بېرته پرانیزي

    مربوطه لیکنې

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025

    افغانستان او د اسلامي امت اړوند قضیې؛ بې‌ پروايي که د مسؤلیت منل؟

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 21 جون 2025

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    نیویارک ټایمز د دریو لوړپوړو ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د ایران مذهبي…

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    21 جون 2025

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،895 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.