د یمن روغتیا وزارت اعلان کړی، چې پر دغه هېواد د صهیونیستي رژیم د تېرې ورځې په بریدونو کې اتو تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۸۶ نور ټپیان شوي دي.
صهیونیستي رژیم تېره ورځ د یمن توغندیز بریدونو ته په غبرګون کې د جنګي الوتکو پر مټ د یمن پلازمېنه صنعا کې برښنا کوټونه، د تېلو زېرمې او یو شمېر نور ملکي اهداف بمبارد کړل.
دې رژیم ادعا وکړه، چې بریدونه یې د حوثیانو پر مرکزونو کړي او نږدې ۵۰ اهداف یې ویشتي دي.
یمني رسنۍ لیکي، چې له دغو بریدونو وروسته تېره شپه د پلازمېنې صنعا ګڼې سیمې له برښنا بې برخې وې.
ورته مهال د یمن حوثیانو خبرداری ورکړی، چې دې بریدونو ته به یې غبرګون د صهیونیستي رژیم له تصوره پورته وي. «موږ به یې د رژیم په ژورو کې مهمو اهدافو ته ورسېږو، موږ ډېر انتخابونه لرو چې تر اوسه مو نهدي کارولي.»