د پاکستان د طالبانو غورځنګ خبر ورکړی چې ځواکونو یې د پشین ولایت په ګلستان ولسوالۍ کې د پاکستان د (FC) ځواک پر مرکز موټربم برید کړی او ترې وروسته مرکز ته دننه شوي او دا مهال په کمپ کې دننه درنه جګړه روانه ده. د یاد غورځنګ په وینا تر اوسه په دغو عملیاتو کې اته پاکستاني پوځیان وژل شوي او د یاد غورځنګ ځواکونه لا هم په کمپ کې دننه په عملیاتو بوخت دي.
د پاکستاني طالبانو په وینا؛ دا برید په مومند او خیبر ایجنسۍ سیمو کې د پاکستاني پوځیانو د وروستیو بریدونو په غچ کې ترسره شوی.
د پاکستان د طالبانو غورځنګ لخوا خپرې شوي ویډیوګانې ښیي چې په دغه برید کې پاکستاني ځواکونه له درنې مرګژوبلې سره مخامخ شوي او د مبارزې وړتیا یې له لاسه ورکړې ده.