
د پنجشیر ولایت د رسنیو دفتر وایي، چې د دغه ولایت په امنیه قومندانۍ او حصهاول ولسوالۍ کې د اووه میلیونه افغانیو په لګښت د دوو جوماتونو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
سرچینه زیاتوي، چې د حصهاول ولسوالۍ جومات د څه باندې ۲۰۰ لمونځکوونکو او د امنيې قوماندانۍ جومات بیا د څه باندې ۳۵۰ تنه لمونځکوونکو د ځايېدو وړتيا لري.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، روان کال پنجشېر ولايت کې د پخوا په پرتله تر ټولو زياتې رغنيزې پروژې پلي شوې دي.

