Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»پنجشېر کې د طبیعي پېښو له زیانمن شوو سره مرستې کېږي
    افغانستان

    پنجشېر کې د طبیعي پېښو له زیانمن شوو سره مرستې کېږي

    صابر افغانصابر افغان3 جولای 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پنجشېر ځايي مسوولین وايي، د طبیعي پېښو د زیانونو د مخنیوي په موخه د دغه ولایت په پینځو ولسوالیو کې د ناروې کمېټې له لوري د ۱۵ پروژو د پلې کولو ترڅنگ د اغا خان بنسټ په دوو ولسوالیو او یو شمېر نورې ملي او نړیوالې موسسې په مرکز او ولسوالیو کې پروژې پلې کوي.

    د پنجشېر له ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په پنجشېر کې د طبیعي پېښو د زیانونو د مخنیوي او تخریب شوو سیمو او عامه پروژو د بیا رغونې او زیانمنو شوو خلکو سره د مرستې لپاره د پنجشېر په ولایت کې د نړیوالو موسساتو او امارتي ادارو ترمنځ ناسته کې نړیوالو موسساتو په یاده برخه کې د خپلو پروژو معلومات د پنجشېر له والي سره شریک کړل.

    د خبرپاڼې له مخې، د ناروې کمېټې مسوولینو ویلي، د پنجشېر په پينځه ولسوالیو، بازارک، لومړۍ حصه، ابشار ، دره او پریان کې ۱۵ پروژې پلې کوي، چې له یوې خوا به د طبیعي پېښو د زیانونو مخه ونیسي او له بله پلوه به خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.: «هره پروژه کې به سل تنه ځايي ځوانان په کار بوخت شي، هر کارکوونکي ته ۴۰ کاري ورځې برابروي او په ورځني ډول پينځه امریکايي ډالر ورکوي.»

    په خبرپاڼه کې د پنجشېر د والي محمد اغا حکیم له قوله ویل شوي، چې نوموړي له نړیوالو موسسو څخه غوښتي چې په دغه ولایت کې د طبیعي پېښو زیانمن شوو سره مرستې وکړي.:«د پروژو ټاکنه او پلې کولو کې باید دقت وشي، د ولسونو اړتیاوې په نظر کې ونیول شوي او له شته امکانانو باید سمه گټه واخیستل شي.»

    نوموړي ویلي، د یادو پروژو د پلې کېدو سربېره به په دغه ولایت کې له هغو ۱۵ کورنیو سره هم مرسته وکړي، چې په روان کال کې د طبیعي پېښو او سیند ته د لوېدلو له امله یې ژوند بایللی و.

    مخکینۍ مقالهپاکستان کې د عزم استحکام عملياتو حقيقت څه دی؟
    راتلونکي مقاله پکتیکا کې څلور عرادې ملي بس ډوله موټرونه نیول شوي

    مربوطه لیکنې

    ‏د تورغونډۍ بندر د احاطوي دېوال رغنیزې چارې پیل شوې

    15 مارچ 2026

    د افغانستان د صادراتي توکو ۸ محمولې نن ورځ ترکیې او له هغه ځایه نړۍ ته لېږدول کېږي

    15 مارچ 2026

    خوست کې پر فرضي کرښه افغان نښان‌ویشتونکو پنځه پاکستاني عسکر هلاک کړي

    14 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 16 مارچ 2026

    د پاکستاني طالبانو غورځنګ: پاکستاني پولیسو کوهاټ کې لادرکه بندیان په جعلي نښته کې ترور کړي

    د پاکستاني طالبانو غورځنګ ویليچې پاکستاني پولیسو د کوهاټ لاچي ولسوالۍ کې د څو ورځو…

    د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ: که ناټو د هرمز تنګي په پرانيستلو کې له موږ سره مرسته ونه کړي؛ نو له ډېر بد راتلونکي سره به مخ شي

    16 مارچ 2026

    بلوڅ ازادي غوښتونکو بلوچستان کې درې پاکستاني جاسوسان هلاک کړي

    15 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د پاکستاني طالبانو غورځنګ: پاکستاني پولیسو کوهاټ کې لادرکه بندیان په جعلي نښته کې ترور کړي

    16 مارچ 2026

    د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ: که ناټو د هرمز تنګي په پرانيستلو کې له موږ سره مرسته ونه کړي؛ نو له ډېر بد راتلونکي سره به مخ شي

    16 مارچ 2026

    بلوڅ ازادي غوښتونکو بلوچستان کې درې پاکستاني جاسوسان هلاک کړي

    15 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،123 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،073 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،145 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.