د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو نن د دغه ولایت له کانونو څخه د تازه استخراج شویو زمردو د پلور خبرورکړی دی.
د پنجشیر د والي ویاند سیف الدین لټون ویلي، چې یو ځل بیا د هېواد پر سوداګرو ۳ زره ۵۴۵ قيراطه زمرد د ۱۰۷ زره ۴۵۰ ډالرو په ارزښت د کانونو د څارنې کمېټې، د سیمه ییزو چارواکو او سوداګرو په شتون کې د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول.
د دغه ولایت سیمه ییزو مسوولینو ویلي، چې تر دې وړاندې هم د داوطلبۍ له لارې د هېواد پر سوداګرو زرګونه قیراطه زمرد پلورل شوي دي.
د يادونې وړ ده چې د اسلامي امارت له بیا حاکميت راوروسته د پنجشېر زمردو د قاچاق مخه نيول شوې او په قانوني ډول استخراج بيا پلور ته وړاندې کېږي او ترلاسه شوې پیسې یې د دولت خزانې ته جمعه کېږي.