
د پنجشېر ولايت مقام رسنيز دفتر وايي، د ياد ولايت په پریان او دره ولسوالیو کې د ۶۱ میلیونه، ۸۳۸ زره او ۱۵۴ افغانیو په لګښت د ۴۰ پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د سرچينې په خبره، دغه پروژې د پنجشېر د کليو بيا رغونې او پراختيا رياست او د يوه همکار بنسټ له لوري پلې شوې، چې پهکې د اوبو لګولو کانالونه، کانکریټي او خام سړکونه، ساتندوی دېوالونه، پلې لارې او نورې پروژې شاملې دي.
د معلوماتو له مخې د يادو پروژو په بشپړېدو سره د لسګونه کليو خلکو ته اسانتياوې برابرې شوي او پر دې سربېره ۲۰۰ نورې پروژې هم دا مهال تر کار لاندې دي.
واک ته د افغان حکومت له رسېدو وروسته په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې پنجشېر کې بېلابېلې بنسټيزې پروژې پلې شوي، چې د ياد ولايت د ولسونو له پراخ هرکلي سره مخ شوي.