شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د پنجشېر ولایت په مرکز کې د یوې ازادې داوطلبۍ په ترڅ کې د څه باندې ۹۷ زره ډالرو په ارزښت ۲۰۸۴ قیراطه زمرد وپلورل شول.د خبرپاڼې له مخې، یاده داوطلبي د ولایت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، چې پهکې د والي استازی، د کانونو رئیس، کان کیندونکو، د هېواد د بېلابېلو برخو څخه ملي سوداګرو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې یادې پروسې نه یوازې د زمردو قانوني استخراج لپاره زمینه برابره کړې، بلکې د پانګوالو لپاره د پانګونې او د سیمې اوسېدونکو ته یې کاري فرصتونه هم رامنځته کړي دي.