
د پنجشېر ولایتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په پریان او دره ولسوالیو کې د ۱۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۶۲ پراختیايي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د پنجشېر ولايت مقام رسنيز دفتر ویلي، په دغو پروژو کې د اوبو ذخیرو، کانالونو، استنادي دېوالونو، سړکونو، پیاده لارو او کانکریټي زینو جوړول شاملیږي.
په ورته وخت کې د پنجشېر د اقتصاد رئیس ویلي، د دغو ۶۲ پروژو له جملې څخه ۳۲ پروژې چې ارزښت یې ۵۳ میلیونه افغانۍ کیږي، د کرنې په برخه کې تطبیق شوي دي.

