د پنجشېر امنیه قوماندانۍ ویاند عابد الله فاروقي وايي د ياد ولايت د امنيه قوماندانۍ د نشه یې توکو پر وړاندي مبارزی مدیریت ځواکونو د پنجشېر ولايت په ځينو سيمو کې په ۱۸ مختلفو عملیاتو کې ۱۱ تنه د نشه یي توکو پلورونکي او قاچاقبران نیولي دي.
ښاغلی فاروقي زياتوي له نيول شويو کسانو څه اندازه نشه يي توکي لکه چرس، هيرويين، شيشه او ټابليټ کا له ترلاسه کېدو وروسته سوځول شوي.
وروسته له هغې چې د اسلامي امارت مشرتابه د نشه يي توکو کښت قاچاق او استفاده منع اعلان کړه په ټول هېواد کې د نشه يي توکو قاچاق کښت او استفاده تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلې ده.