Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»تحلیل»پنځه روایتونه او واقعیتونه؛ د تبلیغاتي جنګ او فکري برلاسۍ ابزار
    تحلیل

    پنځه روایتونه او واقعیتونه؛ د تبلیغاتي جنګ او فکري برلاسۍ ابزار

    صابر افغانصابر افغان11 جنوري 2026څرگندونې نشته17 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    مقدمه:
    روایت د پېښو د ساده انځور مترادف نه دی، بلکې هغه انتخابي، هدفمند او معناداره چوکاټ دی چې له لارې یې سیاسي او فکري لوبغاړي خپل اهداف تنظیموي، ځینې عناصر برجسته کوي او ځینې پټوي، تر څو د مخاطب ادراک، قضاوت او دریځ، د روایت په اساس ټاکل شوي لوري ته سوق کړي؛ یا که په لږ مختلف مفهوم «روایت» تشریح کوو، نو ویلی شو چې روایت یو فکري چوکاټ ته ویل کېږي، چې له لارې یې ځانګړې پېښې انتخاب او تفسیر کېږي، څو مخاطب یوې خاصې پلان شوې پایلې ته ورسوي.

    روایتونه د پېښو او واقعاتو په اړه مخاطب دې ته اړ باسي، چې پېښه څنګه ولیدل شي او کومه معنی ترې واخیستل شي؟ له همدې امله روایتونه اکثر وخت بې طرفه نه وي، بلکې د ویونکي/ وړاندې کوونکي د دریځ، ګټو او موخو منعکس وي. په معاصر سیاست کې جګړه یوازې د وسلې او جغرافیې پر سر نه ده، بلکې د ارزښتونو او فکري برلاسۍ یا تسخیر پر سر هم ده، چې د انتقال او مقابلې وسیله یې روایتونه دي.

    په نننۍ نړۍ کې روایتونه د رواني جګړې او فکري برلاسۍ اصلي وسلې او ابزار دي، ځکه کولای شي له فزیکي جګړې پرته په سیاسي میدان کې واقعیتونه معکوس وښيي، اذهان بدل کړي یا یوه پېښه په بریا یا ناکامۍ بدله کړي. ډېری وخت داسې کېږي چې له میداني ماتې وروسته، سیاسي لوبغاړي د روایتونو جګړې ته مخه کوي، ځکه روایت د نرمې جګړې د ځواک هغه بڼه ده چې له فزیکي امکاناتو پرته هم اغېزې خپرولی شي.

    د اسلامي امارت او جمهوري رژیم ترمنځ د فزیکي جګړې او برخورد ترڅنګ، د روایتونو جګړه هم روانه وه، خو ځواکمنتیا یې ځکه په لیرې پرتو سیمو کې کمه وه، چې د روایتونو پر ځای، وسلوال تقابل د ځواک او برلاسۍ یوازینۍ لاره ګرځېدلې وه. د جمهوریت د پرځېدو او نوي افغان حکومت له رامنځته کېدو سره چې کله د سهامي شرکت(جمهوري ادارې) له لاسه ټول فزیکي امکانات ووتل او د وسلوال تقابل میدان یې پرېښود، سمدلاسه یې تښتېدلو چارواکو روایتونه د بدیلې جګړې اصلي ابزار ګرځولي.

    تښتېدلي سیاستوال له تشتت(پاشل کېدو) او انقسام(ټوټه کېدو) سره مخ دي، له همدې امله د روایتونو په جګړه کې لا هم شړېدلي روایتونه بدرګه کوي، د نویو روایتونو د ایجاد انرژي او خام ابزار یې له لاسه ورکړي دي، ځکه په افغانستان کې د نوي حکومت ټولې کړنې ولس ته څرګندې دي، هیڅ څه یې هم د ولس له سترګو پناه نه دي، له همدې کبله د نوي روایت د جوړونې هغه هڅې له خنډونو سره مخ شي، چې دوی یې له خپلو بهر مېشتو تبلیغاتي ټربینونو څخه په تکراري ډول د نشر پلانونه جوړوي، خو بیا یې هم له بدرګې څخه لاس نه اخلي.

    د عامو خلکو اذهان ډېری وخت د پېښو له مستقیم تحلیل او واقعیت څخه نه، بلکې د بار بار نشرېدونکو روایتونو له لارې جوړېږي. کله چې یو روایت په دوامداره توګه د ټولیزو رسنیو، ټولنیزو رسنیو او سیاسي شبکو له ادرسونو خپور شي، نو ورو ورو په عامو مخاطبینو کې د طبیعي حقیقت بڼه خپله کړي. دا ډول روایتونه د خلکو باورونه، وېره، هیله، سیاسي قضاوت او دریځونه اغېزمنوي، له همدې امله مخالفین تر ډېره همدې هدف ته کار کوي، ترڅو هره پېښه د دوی د غوښتنې مطابق، د دوی له زاویې تعبیر شي، که څه هم پېښه مثبته یا منفي وي.

    روایتونه او واقعیتونه
    د افغان حکومت مخالفینو بېلابېل روایتونه په رسنیو کې مطرح کړي، خو لاندې د مخالفینو د پنځو روایتونو اصلي بڼې او واقعیتونه وړاندې کوو؛ هڅه مو کړې چې روایتونه د واقعیتونو او بې طرفۍ اصل پر بنسټ تحلیل او وڅېړو.

    اول روایت: افغانستان کې بشري حقونه په پراخه کچه نقض شوي او لا هم جریان لري.
    حقیقت: دا روایت د پرځېدلي جمهوریت د هماغه چارواکو له خوا رامنځ ته شوی او لا هم بدرګه کېږي، چې د افغان حکومت په وړاندې پر نړیوالو سټېجونو، د بشري حقونو د نقض موضوع بدرګه کوي، ترڅو خپلې عُقدې سړې او پر خپلو پخوانيو جنایتونو پرده وغوړوي. دا له هیچا پټه نه ده چې اوسني مخالفین، هغه مهال چې پر افغانستان یې واکمني کول، د بشري حقونو په پراخ نقض کې ښکېل وو، دوی د دغه نقض له کبله، پر تېر پښه ایښې او د پټولو لپاره یې د اوسني حکومت په اړه یو دروغجن او خیالي روایت رامنځته کړی دی.

    د پرځېدلي جمهوریت پر مهال، بهرنیو اشغالګرو او بیا د همدا نامشروع سهامي شرکت واک خوښو مشرانو هېواد په درنه جګړه کې ښکېل کړی و، په هوايي بریدونو، شپنیو عملیاتو او مخامخ نښتو کې سلګونه زره ملکیان په نښه او ژوبل شوي دي. د همدې اوسنیو مخالفینو تر واکمنۍ لاندې د ملي امنیت او پولیسو په توقیف‌ځایونو کې له مظنونینو سره ناوړه چلند کېده او سختې شکنجې ورکول کېدې، ښځو ته د اساسي حقونو د ورکړې پر ځای، ښځې د پردیو پروژو ابزار ګرځول شوې وې او په قصدي توګه یې په ټولنه کې بې ارزښته کولې، زندانونه له بې ګناه وګړو ډک وو او بالاخره داسې نادودې پیښېدلې چې په هر دلیل د بشري حقونو نقض او بې احترامي بلل کېده.

    همدې مخالفینو، چې پرون چارواکي وو، د کاغذ پر مخ د بشري حقونو ظاهري مدافعین وو، خو په عمل کې یې بیرته همدوی ستر ناقضین وو. دا مهال د افغانستان د ټولو وګړو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي او هیڅوک باید په دې اړه اندېښنه ونکړي، ځکه واکمني شفافه ده او هر څه افغان ملت ته څرګند دي.

    د سیستماتیک تبعیض، بشري حقونو د نقص او محدودیتونو دروغجن روایت، د افغان حکومت همدې مخالفینو ځان ته د برائت ورکولو او سیاسي فشار لپاره رامنځته کړی، ترڅو په دغه موضوع کې همدوی د بحث اصلي محور ونه اوسي او په نړیوالو محاکمو کې محاکمه نشي. د یاد روایت واقعیت، د نوي حکومت تر واکمنۍ لاندې په تېرو څلورو کلونو کې روښانه شوی او ملت پوه شوی چې د مخالفینو غوښتنې د اسلامي او ملي ارزښتونو په خلاف دي؛ همدا راز ولس درک کړې چې د بشري حقونو ناقضین او د شریعت په چوکاټ کې د بشري حقونو تأمینوونکي څوک دي!؟

    دویم روایت: افغانستان په نړیواله انزوا کې را ګېر دی او لا هم ډېرو هېوادونو په رسمیت نه دی پېژندلی.
    واقعیت: د انزوا روایت لږ په متفاوت ډول تشریح کوو، اول یې عمومي اړخ دی چې ټول یې مشاهده کوي، دویم یې داسې اړخ دی چې د دغه روایت بدرګه کوونکي هیڅ پام نه ورته کوي، مګر دواړه اړخونه یو له بل سره تړاو لري. د دې روایت اول او عمومي اړخ دا دی چې افغانستان په بشپړه انزوا کې نه دی ښکېل، بلکې روسیې په رسمیت پېژندلی او له آسیايي او اروپايي هېوادونو سره سیاسي، اقتصادي او تخنیکي اړیکې لري، دواړو لورو سفارتونه پرانیستي دي، په کابل کې د ګڼو هېوادونو استازولۍ فعالې دي او عملاً دواړه لوري تعاملات کوي.

    رسمیت پیژندنه یوه سیاسي پروسه ده، که دغه پروسه نه وي پوره شوې، مګر تعاملات شتون ولري، نو په سیاسي انزوا یې نشو تعبیرولای. افغانستان د رسمیت پیژندنې ټول شرایط پوره کړي دي، ښايي رسمیت پیژندنې ته له روسیې وروسته، نور هېوادونه هم په تدریج سره را وړاندې شي. د نړۍ له ډېرو هېوادونو، په ځانګړې توګه سیمه‌ییزو هېوادونو سره د اقتصاد، سیاست او امنیت په برخو کې افغانستان نږدې همکاري او ښې اړیکې لري. بناءً د انزوا روایت د میداني واقعیتونو له مخې ناسم دی.

    د پورته روایت دویم اړخ دا دی چې افغانستان دا مهال د ناټو له غړو هېوادونو او امریکا سره اړیکې او مثبت تعاملات لري، چې په څلور کلن ډیپلوماتیک مزل کې د پام وړ لاسته راوړنه ده، ځکه امریکا او د ناټو غړي هېوادونه شل کاله په افغانستان کې، په یو نا مشروع او بې پایلې جنګ کې ښکېل وو، د دغه هېوادونو وګړي په افغانستان کې جنګېدلي، ټپیان شوي او وژل شوي دي.

    له عقیدوي اړخونو ور هاخوا چې د ناټو ډېری غړي هېوادونه په افغانستان کې د یو اسلامي شرعي نظام د حاکمیت مخالف دي، همدا هېوادونه د افغانستان اوسنی حکومت یو واقعیت بولي او تعاملات یې د وخت اړتیا ده، مګر د لا ډېر نږدې کېدو او رسمیت پیژندنې په لور ځکه ګامونه نشي پورته کولای، چې د هېوادونو دننه یې د خپلو اتباعو له مخالفت څخه وېره لري، ځکه په ۲۰۰۱م کال کې هم همداسې یو اسلامي حکومت و، چې د ناټو غړو هېوادونو له منځه یووړ، له همدې امله تدریجي ګامونه اخلي او کورنیو سیاسي مصلحتونو ته هم پاملرنه کوي.

    درېیم روایت: د نوي افغان حکومت له حاکمیت سره په افغانستان کې اقتصاد سقوط شوی، بې وزلي او فقر زیات شوي.
    واقعیت: افغانستان په تېرو څو لسیزو کې له ناپایه او ویجاړوونکو جګړو سره مخ و، چې هم یې بېروني او هم یې داخلي عوامل درلوده؛ افغانستان په دغه جګړو، په ځانګړې توګه کورنیو جګړو کې د جنګ‌سالارانو له خوا په پراخه کچه ویجاړ او بنسټونه یې له منځه لاړل، اقتصادي سرچینې لکه زراعت، صنعت، تجارت او عام بازار په چټکۍ سره له منځه وړل کېده.

    د پرځېدلي جمهوریت تر حاکمیت لاندې د اقتصاد یوه دروغجنه بڼه رامنځته شوې وه، د دغه اقتصاد اساس په بهرنیو لاسونو کې و او پر بهرنیو مرستو متکي و، د اقتصاد د واقعي بڼې پر رامنځته کولو کار ونشو، بنسټونه په اساسي ډول د افغانانو لپاره ونه رغول شوه، بهرنۍ مرستې د جمهوریت د سهامي شرکت په منځ کې، د جنګ‌سالارانو ترمنځ وېشل کېدې، حکومت په فساد کې نړیوال ځای خپل کړی و او بالاخره یې د اقتصادي پرمختګ پر غاړه پښه ایښې وه.

    فقر هم په افغانستان کې د څو لسیزو ستونزه ده، حکومتونو په دې برخه کې بنسټیز کار نه و کړی، چې بالاخره اوسني افغان حکومت ته هم دغه ستونزه په میراث پاتې شوه، دغه حکومت د کاري فرصتونو پر ډېرولو کار وکړ، ترڅو بېکارو خلکو ته د کار زمینه برابره شي، سوالګرو ته یې ځانګړې کمیټه جوړه کړه، چې لا هم فعالیت کوي؛ دغه کمیټې د فعالیت پر مهال شاوخوا څوارلس زره سوالګر را ټول کړي، چې شاوخوا شپږ زره یې حقیقي سوالګر او پاتې نور یې حرفوي سوالګر وو، حقیقي سوالګرو ته هره میاشت معلوم مبلغ پیسې ورکول کېږي او د حرفوي سوالګرو د مخنیوي هڅې روانې دي.

    دغه راز په تېرو څلورو کلونو کې که څه هم په ډېره تدریجي بڼه اقتصادي پرمختګ وشو، خو بڼه یې دروغجنه نه ده، بلکې واقعي ده او حکومت بنسټیز کارونه کوي. د افغانستان اقتصاد د نړیوالو بانکونو او بندیزونو سره سره مثبت لوري ته پرمختګ کړی، چې دا د پام وړ ده. د نړیوال بانک وروستي راپورونه ښيي، چې د افغانستان اقتصاد په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵م کلونو کې پرله پسې وده کړې ده، دا وده د زراعتي تولید، اعمار او ځینو خدماتي سکټورونو د پراختیا له برکته شوې ده.

    د نړیوال بانک راپورونو او نورو سرچینو تائید کړې، چې د افغانستان داخلي عواید لکه مالیې او ګمرکي عواید زیات شوي دي، بهرنیو هېوادونو ته صادرات ډېر شوي، زراعتي سکټور وده کړې ده، د ساختمانونو جوړونې او صنعت هم د افغانستان په تاریخ کې مثالي پرمختګ کړی، چې د اقتصادي پرمختګ یو مثبت سیګنال دی او تمه شته چې د الهي پېرزوینې، سرتاسري امنیت او سالم مدیریت په برکت به لا نور پرمختګ وکړي.

    له همدې امله ویلی شو، چې د مخالفینو دا روایت هم له ځمکنیو واقعیتونو سره په ټکر کې دی، د افغانستان اقتصاد د ښه کېدو په لور ګامونه اخلي او هغه بدبختۍ چې افغان ملت ته د همدې جنګ‌سالارانو ارمغان و، تر شا پرېږدي. جنګ‌سالارانو د خپلې واکمنۍ په پایله کې نوي افغان حکومت ته لسګونه زره سوالګر او معتادین پرې ایښي، د بنسټونو په نه ایجاد یې کاري فرصتونه له منځه وړي وو او هېواد یې له یوې لویې فاجعې سره مخ کړی و. دا روایت هم د نوي حکومت په اړه نه، بلکې د پرځېدلي جمهوریت واکمنۍ ته ور ګرځي.

    څلورم روایت: افغان حکومت د مخالفینو له پراخ مقاومت سره مخ دی.
    واقعیت: د وسلوال او سیاسي مقاومت هغه ادعاوې چې مخالفین یې له تېرو څه باندې څلورو کلونو راهیسې په پرله پسې توګه کوي، فقط د مخالفینو تر ذهني مصروفیتونو پورې ور منحصر دي، په حقیقت کې د افغان حکومت په وړاندې هیڅ اغېزمن وسلوال او سیاسي مقاومت شتون نلري.

    مقاومت، آزادۍ، بسیج، مقاومت شورا، ملي(!) مجمع، ائتلافونه، ډلې او ټپلې چې د وسلوال مقاومت خبرونه خپروي، په واقعیت کې یې یو شمېر داسې پیښې څه موده رامنځته کولې، چې د څو تنو په توسط یې د پیسو په بدل کې، د عامو خلکو تجمعات په نښه کول، ترڅو په عامو خلکو کې ډار او وهم خپور کړي، یا د سیاسي فعالیتونو پر مهال خپل شتون ثابت کړي، مګر هغه دسیسه یې هم ناکامه شوه، دا مهال یې هم ولس له حقیقت خبر دی او هم یې امنیتي ارګانونه په کامل مخنیوي توانېدلي دي. د دغه ډلو ټپلو نظامي فعالیتونه کنټرول دي او دا مهال د هېواد پر یوه لوېشت خاوره هم حاکمیت نه لري، چې له دې سره د وسلوال مقاومت روایت یوه خیالي ادعا ګڼلی شو.

    سیاسي مقاومت بیا د تېرو څلورو کلونو پر مهال، په پرله پسې توګه له انزوا سره مخ کېده؛ په ایران، مسکو، ترکیې، تاجکستان، پاکستان، فرانسې، اتریش، جرمني او نورو هېوادونو کې تر مختلفو عنوانونو لاندې د مخالفینو پټې او ښکاره لویې ناستې وشوې، مخالفینو له آی‌ایس‌آی او د نړۍ له نورو استخباراتي سازمانونو سره پټې لیدنې وکړې، د حاشیوي ناستو تعداد یې هم تر لسګونو اوړي، خو د دې ټولو همغږیو، ناستو او سیاسي ډیالوګ وروستۍ پایله د مخالفو ډلو انزوا وه، دوی د سیمې او نړۍ له ډېری هېوادونو وشړل شوه او د وروستۍ هڅې لپاره یې ځان د پاکستاني استخباراتو په لمن کې وغورځاوه.

    د مخالفو ډلو انزوا یوازې بیروني عوامل نه لري، بلکې د دوی داخلي اختلافات او درزونه یې هم ستر لاملونه بللی شو؛ د مخالفو ډلو ترمنځ کشمکشونو او ناندریو دغه ډلې له سختې پاشلتیا سره مخ کړې دي، تر دې چې هر نوی ائتلاف رامنځته کړي، سمدلاسه په څو ورځو او حتی ساعتونو کې بیرته د پاشلتیا له کبله ناکام شي. وروستی مثال یې د همغږۍ ائتلاف بللی شو، چې له ایجاد سره سم یې د رباني جمعیت ګوند له مقاومت شورا څخه لار بېله کړه.

    په داسې وضعیت کې چې مخالفین حتی د یوه بشپړ او متحد ائتلاف د رامنځته کېدو توان نه لري، نو دا څنګه ممکنه ده چې د یوه واحد، مرکزي او ځواکمن حکومت په وړاندې د دوی سیاسي مقاومت حتی مؤثر وي، لیرې له دې چې د ننګولو روایت یې بدرګه کړي. سیاسي مقاومت اوس د مخالفینو د خپلې ناتوانۍ له کبله، د بن‌بست سره مخ دی. د وسلوال او سیاسي مقاومت روایت د دروغو ټولګه ده، چې هدف یې د عامه اذهانو مغشوش کول او د افغانستان اوسنی ثابت وضعیت، بې ثباته ښودل دي.

    پنځم روایت: افغانستان نړۍ ته امنیتي ګواښ او د نامسؤله وسلوالو ډلو خوندي پټنځای دی.
    واقعیت: دا روایت هم څو حساس او مهم اړخونه لري؛ د افغان حکومت مخالفین چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې د واک له ګدۍ شړل شوي او بهرنیو هېوادونو ته تښتېدلي دي، په هر کنفرانس، غونډه او اعلامیه کې افغانستان د نامسؤله وسلوالو ډلو خوندي پټنځای او نړۍ ته امنیتي ګواښ معرفي کوي، چې د دغه روایت په تکرار سره غواړي نړیوال هېوادونه او سازمانونه وپاروي، ترڅو پر افغان حکومت له همدې امله بندیزونه او سیاسي فشار ډېر کړي؛ هغه کار چې له ۲۰۰۱م کال راهیسې یې نړۍ تکراروي، خو د دوی د پام وړ نتیجه یې نه ده ترلاسه کړې.

    تښتېدلي مخالفین چې د واک سختې تندې اخیستي دي، د دغسې روایتونو په بدرګه کولو غواړي نړۍ واداره کړي چې افغانستان بیا اشغال کړي او که د دغه اشغال له لارې دوی واک ته راشي، نو د افغان حکومت بدیل او د واشنګټن په شمول د اسلام‌آباد د امنیت خوندي کوونکي به واوسي. خو دا هیلې ځکه بې ځایه دي، چې امریکا، ناټو او اروپايي هېوادونه اوس بیا ځلي د پوځي مداخلې اراده نه لري، ځکه دغه هېوادونه په داخل کې هم د افغانستان د بیا اشغال لپاره نظامي ملاتړ، ولسي اجماع او کافي بودیجه نه لري.

    د مسئلې یو بل حساس اړخ دا دی، چې د افغان حکومت مخالفین په دې وروستیو کې د سیمې له هېوادونو څخه تر شړل کېدو وروسته پاکستان ته تللي، ډېری هېوادونو له خپلې دروازې ناهیلي ځواب کړي، خو وروستۍ هیله یې د آی‌ایس‌آی ملاتړ دی، نو مخالفین هم د پاکستاني پوځي رژیم په څېر «افغانستان د نامسؤله وسلوالو ډلو پټنځای او نړۍ ته ګواښ» معرفي کوي. مخالفین اصلاً د دغسې روایاتو د بدرګه کولو زیانونه نه محاسبه کوي، دوی د یاد روایت دې اړخ ته پام نه کوي چې د افغانستان له یو همېشني دښمن سره د شخصي ګټو لپاره لاس یو کوي او د ټولو ملي ګټو په ضد درېږي.

    د دښمنانو دا روایت هم د نورو روایتونو په څېر دروغجن، هدفمند او تبلیغاتي دی، هغه واقعیت چې عام افغانان، شنونکي او کارپوهان یې د افغانستان په دننه کې مشاهده کوي، دا دی چې په افغانستان کې هیڅ نامسؤله وسلواله ډله فعالیت نه لري، بلکې واحد حکومت حاکمیت لري، چې د دوحې تړون پر بنسټ، دا خاوره د نورو هېوادونو په ضد نه استفاده کوي. په افغانستان کې د نامسؤله وسلوالو روایت د افغان حکومت د مخالفینو او تر ډېره د پاکستان روایت دی، چې په حقیقت کې د خپلې پوځي او سیاسي ناکامۍ پړه پر افغانستان اچوي.

    څه باید وشي؟
    هر کله چې موږ د عامو مخاطبینو په توګه، د افغان ملت د دښمنانو له روایتونو سره مخ کېږو، باید روایتونه د سیاسي کاکردګۍ او یو لړ معیارونو پر بنسټ وڅېړو. تر دې وړاندې چې پوه شو، روایت څه وايي، دا مهمه ده چې پوه شو، دا روایت ولې، د چا له خوا، د چا په وړاندې، د چا لپاره او د کوم هدف لپاره وړاندې کېږي!؟ که دا پوښتنې ځواب شي، نو ډېری وخت د مخالفینو روایتونه موږ د روایتونو تر شا داسې نکاتو ته رسوي، چې د واقعیتونو پر ځای افواهات، تحریف، مبالغه او هدفمند تبلیغات پکې ځای شوي وي.

    د دغسې روایتونو موخه د عامه ذهنیت مغشوش کول، د ملي یووالي کمزوري کول، د احساساتو پارول، د حقایقو تحریف او سیاسي ګټې خوندي کول وي، چې مخاطبین نباید په اسانۍ هغه ته تسلیم او په ځان یې ومني. د افغان حکومت مخالفین غواړي واک ته درسېدو لپاره د رواني جګړې له مختلفو تکتیکونو کار واخلي، د دغه جګړې یو مهم تکتیک او ابزار د روایتونو استفاده ده، چې په خورا مهارت یې استفاده کوي.

    خلاصه:
    روایت د پېښو د ساده بیان نوم نه دی، بلکې یوه هدفمنده فکري وسیله ده چې د سیاسي لوبغاړو له ‌خوا د عامه اذهانو د تسخیر لپاره کارول کېږي. په معاصر سیاست کې، په ځانګړې توګه د افغانستان په قضیه کې، دا مهال جګړه پوځي بڼه نه لري، خو د ادراک، تعبیر او ذهني برلاسۍ جګړه روانه ده. د جمهوريت له پرځېدو وروسته، هغه سیاسي ډلې چې خپل فزیکي ځواک او امکانات یې له لاسه ورکړي، روایتونه یې د بدیلې جګړې اصلي ابزار ګرځولي دي. د افغان حکومت مخالفې ډلې د رسنیو او تبلیغاتي شبکو له لارې هڅه کوي واقعیتونه تحریف کړي، خپلې ناکامۍ پټې کړي او عامه ذهنیت د خپلو سیاسي موخو په لور سوق کړي، په داسې حال کې چې د نوي حکومت کړنې او وضعیت ولس ته څرګند دي.

    د مخالفینو له خوا د بشري حقونو د نقض، نړیوالې انزوا، اقتصادي سقوط، پراخ مقاومت او امنیتي ګواښ په اړه مطرح شوي روایتونه له میداني واقعیتونو سره په ټکر کې دي او تر ډېره د پرځېدلي جمهوریت د پخوانیو چارواکو د ځان‌برائت، سیاسي فشار او واک ته د بېرته رسېدو هڅې منعکسوي. په مقابل کې، په افغانستان کې سرتاسري امنیت تأمین شوی، اقتصادي فعالیتونه که څه هم په تدریجي ډول روان دي، خو واقعي بڼه لري، نړیوال تعاملات روان دي او هېڅ نامسؤله وسلواله ډله حاکمیت او آزاد فعالیت نه لري. ولس باید روایتونه د سرچینې، هدف او سیاسي موخې له مخې وارزوي، تر څو د رواني جګړې قرباني نه شي او ملي یووالی او ثبات خوندي پاتې شي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد لوړو زده‌کړو وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ عمان ته ولاړ
    راتلونکي مقاله تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۱۵۸ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

    مربوطه لیکنې

    بُن؛ د جنګ‌سالارانو د تحمیلي جمهوریت، د پیل او سقوط بنسټ

    5 دسمبر 2025

    د پاکستان پوځي رژیم ستراتیژیکه ماتې او د افغانستان دفاعي بریا

    21 اکتوبر 2025

    د پاکستان پوځي رژیم ستراتیژیکه ماتې او د افغانستان دفاعي بریا

    20 اکتوبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 11 جنوري 2026

    د دفاعي ظرفیتونو د پیاوړتیا په موخه دوه میله درنې وسلې ترمیم او فعاله شوې

    اندونیزیا کې د رېښتر په کچه ۷.۱ درجې زلزله شوې

    11 جنوري 2026

    هندي ځواکونو د پاکستان هغه ډرون نيولې چې د وسلو د قاچاق لپاره کارول کېده

    11 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د دفاعي ظرفیتونو د پیاوړتیا په موخه دوه میله درنې وسلې ترمیم او فعاله شوې

    11 جنوري 2026

    اندونیزیا کې د رېښتر په کچه ۷.۱ درجې زلزله شوې

    11 جنوري 2026

    هندي ځواکونو د پاکستان هغه ډرون نيولې چې د وسلو د قاچاق لپاره کارول کېده

    11 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،102 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،051 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،111 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.