د ترافیکو پولیسو عمومي ریاست ويلي، چې په ټول هېواد کې د لوی اختر شپو او ورځو کې ۹۷ ترافیکي پېښې شوې دي.
په دغو پېښو کې ۴۸ تنه مړه شوي او ۱۶۱ نور ټپیان شوي دي.
د دغه ریاست مسولینو خراب سړکونه او د موټر چلوونکو بې غوري هېواد کې د ترافيکي پېښو عمده لاملونه ګڼلې دي.
بل لور یو شمېر ولسي خلک په هېواد کې د ترافیکي پېښو د زیاتوالي اصلي لامل د بې اسنادو موټرو ډېروالی ګڼي.
تر دې وړاندې د ترافیک پوليسو عمومي رياست هېواد کې د ترافيکي پېښو د مخنيوي په موخه د یوې طرحې د چمتو کولو خبر ورکړی و او زياته کړې یې وه، چې د برېښنايي مديريت طرحه به د هېواد په پنځو لويو لارو کې چې تر ټولو ډېرې ترافيکي پېښې په کې شوي، پلې شي.