په اسلاماباد کې د افغانستان سفیر سردار احمد شکېب د ملگرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له عمومي مشر فلیبوگرینډي سره لیدلي دي.
یاد سفارت پر خپلې(اېکسپاڼه) لیکلي، په دې لیدنه کې د افغانستان سفیر نوموړي ته ویلي، چې په پاکستان کې افغان کډوال د یوې څرگندې رسمي پالیسۍ د نشتون له امله، ډېری وخت له گڼو ستونزو سره لاس او گرېوان وي، کارت لرونکي او نه لرونکي دواړه په ستونزو کې را ایسار وي. پکار ده چې په دې اړه ستاسو په هڅو درې اړخیزې غونډې وخت په وخت وشي، تر څو افغان کډوال د یو میکانېزم او ښکاره تگلارې په رڼا کې ژوند وکړای شي او د سیاسی حالاتو قرباني نهشي، د جبري اخراج پر ځای دې هغوی خپلې خوښې ته پرېښودل شي، همدارنگه ټولو کډوالو کارتونو ته دې یو او با اعتباره حیثیت ورکول شي.:که تاسو له نږدې د افغان کډوالو وضعیت وڅارئ د هغوی د ستونزو ادراک به نور هم درته وشي.»
د ملگرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ عمومي مشر فلیبوگرینډي ویلي، پوهېږي چې د افغان کډوالو اجباري اخراج تر ډېره حده سیاسي و او له پاکستاني چارواکو سره یې د دغې ستونزې د حل په موخه خبرې کړي.:«ډاډ ورکول شوی چې د جبري اخراج دا لړۍ نوره ځنډول شوې، غواړي د افغانستان، پاکستان او یو ان اچ سي آر ترمنځ درې اړخیزه ناسته وشي، د کډوالو کارتونه واحد او معتبر شي، د هغوی حقوق خوندی او د کډوالو له وضعیت څخه سیاسي گټه وانهخیستل شي.»
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د خرابېدو راهیسې پاکستاني حکومت هلته د مېشتو افغان کډوالو په ځورولو، نیولو او جبري ستنېدنې لاس پورې کړی، چې تر دې زرگونه کورنۍ راستنې شوې دي او دغه لړۍ اوس هم روانه ده.