لیکوال: مولوي محمد اشرف
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
د لمر په شان روښانه خبره ده، چې د طالبانو په راتګ سره، هر څه د شریعت په رڼا کې سرته رسېږي او دا ثابته خبره ده چې د اسلامي امارت تګلاره او کړنلاره د قرآن او حدیث څخه سرچینه اخلي، چې پکې ټول اړخونه او تعاملات په اعتدال او میانه روۍ سره بناء دي او الحمدلله د طالبانو په راتګ سره د ښځو عزتونه مصؤن دي، حقوق یې خوندي دي او په یو او بل نوم باندې د هغوی عزتونه او عفتونه له لوټلو څخه په آمن او محفوظ دي.
که مو فکر کړی وي له کوم وخت څخه چې په افغانستان د استبدادي نړۍ(غرب) راج چلېده او د پردي کلتور او فرهنګ د تدوین هڅې روانې وې، له هماغه وخت څخه د «حقوق زنان» په نوم د ښځو عزتونه لوټ کېدل او له هغوی څخه یې د ازادۍ په نوم خپل اسلامي او افغاني غرور واخیست، سر توري او بې حجابه یې د کېمري مخې ته کښېنولې.
د تېر شل کلن جمهوري نظام په اوږدو کې جمهوریتپالو او غرب پالو په ښځو باندې د حجاب فرضیت د ښځو د حقونو نقض او د ښځو د ازادۍ پر ضد وګڼه، دا په داسې حال کې وو، چې په اسلامي او افغاني کلتور کې حجاب د ښځې عفت او د وقار نښه ګڼل کېږي.
د تېر جمهوریت تش په نوم د اسلام مدعيانو په یو او بل نوم باندې په دفاترو، مکاتبو، پوهنتونونو، او بهرني مؤسساتو کې ښځې د جنسي ابزار په توګه استعمالولې، همداراز د پرمختګ او له نړۍ سره د سیالۍ په نوم یې هغوی ته ډمتوب، نڅا او د فحاشۍ او عریانۍ لارې چارې برابرولې، چې دا په ښکاره توګه د اسلامي او افغاني فرهنګ خلاف کړنه او د ښځو د حقوقو نقض وو.
خو لله الحمد د طالبانو په راتګ سره هر څه ته د پای ټکی کېښودل شو، د جمهوریت په نوم د راوړي غربي کلتور ټغر ټول او په ځای یې د یوه واقعې اسلامي او شرعي نظام د بنسټ تهداب کېښودل شو او ښځو ته چې کوم حق د اسلام په چوکاټ کې ور کړل شوی وو، هغه په عملي توګه نافظ او قائم شو، همداراز اسلامي امارت ښځو ته هغه مقام عطا کړ کوم چې د اسلام مقدس دین ور کړی وو.