Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»په اسلام آباد کې د تبعیدي مخالفانو د غونډو ځنډېدو عوامل
    سیاسي لیکني

    په اسلام آباد کې د تبعیدي مخالفانو د غونډو ځنډېدو عوامل

    صابر افغانصابر افغان30 اگست 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په وروستیو کې د پاکستان په پلازمېنه اسلام ‌آباد کې داسې پلان شوې وه چې د افغان حکومت سیاسي مخالفین او تبعیدي مشران د غونډو لپاره سره را ټول شي. دغه غونډې د پاکستان د استخباراتي ادارې آی‌ایس‌آی تر پوښښ لاندې تنظیمېږي، خو د ناڅاپي پرېکړې له مخې د سپټمبر میاشتې اخري ته وځنډېدې. دا موضوع د دې پوښتنې لامل ګرځېدلې چې ولې داسې غونډې، چې د آی‌ایس‌آی په څېر ځواکمنه اداره یې تر شا ولاړه وه، پر خپل و نه شوې!؟

    که څه هم غونډه په ښکاره د افغانانو ترمنځ د ډیالوګ په نوم اعلان شوې وه، خو ډېر ژر د شنونکو او رسنیو له لوري افشاء شوه چې د دې غونډو تر شا د پاکستان د استخباراتو پټ رول دی. کله چې په ټولنیزو رسنیو کې د ځينو سیاسيونو او د ټولنيزو رسنيو د مخکښو څهرو له لوري د آی‌ایس‌آی د مداخلې خبره عامه شوه، یو شمېر افغان ګډونوال له وېرې یا د خپل اعتبار د ساتلو لپاره له ګډون څخه تېر شول.

    د غونډو په اړه ډېری شنونکي په دې باور دي چې د غونډو تر شا د پاکستاني استخباراتو مستقیم لاس و او کله چې دا موضوع په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې افشاء شوه، د ګډونوالو پر موقف یې منفي اغېز وکړ. ډېری افغانان دا غونډه د پاکستان د یوې نوې استخباراتي لوبې په توګه تشریح کوي.

    یو شمېر نوموتي افغان سیاستوال او پخواني چارواکي چې تمه کېده ګډون وکړي، د فشارونو او انتقادونو له امله یې پرېکړه بدله کړه. هغوی له دې وېرې سره مخ وو چې ګډون به یې د ولس په سترګو کې د پاکستاني اجنډا منل وګڼل شي. د هغوی نه ګډون د غونډو د اعتباري ځواک لپاره لویه ضربه وه او د غونډو تر اعلان وروسته په ټولنیزو شبکو او رسنیو کې سختې نیوکې وشوې. ډېری افغان فعالانو او لیکوالانو دا غونډه د «پاکستان د پروژې برخه» وبلله. د دغه نیوکو پراخ رسنیز غبرګون د غونډې پر سیاسي فضا منفي اغېز وکړ.

    یادې غونډې د افغانانو د ملي ګټو استازیتوب نه کوي، بلکې د پاکستان د سیاسي اجنډا یوه برخه بلل کېږي. په ځانګړې توګه ځوان نسل په ټولنیزو رسنیو کې دا غونډه په کلکه وغندل او څرګنده یې کړه چې د آی‌ایس‌آی د غونډو په وړاندې د تبعیدي مشرانو خاموشي د دوی د موقف ضعف ښيي، دوی همدا راز نړۍ ته دا پیغام ورساوه چې د پاکستان د پروژو پر وړاندې د افغانانو شک پر پخوا لا ډېر شوی.

    د اسلام آباد غونډه چې د تبعیدي افغان سیاسي څهرو لپاره پلان شوې، له پیل څخه یې ګڼ شمېر ابهامات درلودل او د غونډو تر شا د پاکستاني استخباراتو رول ښکاره و، ځکه نو ګڼ شمېر افغانان له لومړۍ ورځې پرې شکمن وو. افغان سیاسي فعالان او ځوانان باور لري چې دا غونډه د افغان ملي ګټو پر ځای د آی‌ایس‌آی د پروژو د ترویج لپاره جوړېږي.

    د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد په خپلو ټویټونو او سیاسي فعال میرویس افغان هم په خپلو څرګندونو کې پر يادې غونډه نیوکې وکړې او ویې ویل چې دا یوازې د پاکستان استخباراتي ادارې یو نوی پلان دی. د دوی په شمول د ګڼ شمېر فعالانو د غونډو پر ګډونوالو فشارونه لا زیات کړل، ځکه هغوی له سختو نیوکو سره مخ شول او وړاندوینه یې وکړل چې د پاکستان تر سیوري لاندې د افغان مسئلې حل ناشونی دی.

    پایله دا ده چې د اسلام آباد غونډې یوازې یوه استخباراتي پروژه ده چې د مختلفو عواملو له کبله یې بڼه بدله او لږ وځنډېدل. د افغان سیاستوالو ترمنځ اختلاف، د افغان حکومت غير مستقيم فشارونو او د پاکستان دوه‌مخې تګلارې او یو شمېر نور عوامل وو چې د دې ناستې د ځنډېدو لامل شول او په پام کې ده چې د سپټمبر میاشتې په وروستیو کې دایرې شي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهموریتانیا سواحلو ته څېرمه د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ۶۹ کسان مړه شوي
    راتلونکي مقاله پاکستاني طالبانو ګلګت‌، بلتستان کې نهه پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې

    مربوطه لیکنې

    مبهم دریځونه او ښکاره تړاوونه؛ سیاسي ډلې د ازموینې په ډګر کې

    22 فبروري 2026

    د افغانستان د وضعیت بدلون لپاره له پاکستانه د مخالفینو غږ

    21 فبروري 2026

    تر بندیزونو لاندې افغانستان؛ ګټه یې چا ته رسېږي؟

    20 فبروري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 24 فبروري 2026

    متقي پر افغان خاورې د پاکستاني رژیم بریدونو په اړه د ملګرو ملتونو له مرستیالې سره خبرې کړي

    د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي د سياسي چارو لپاره د ملګرو ملتونو د…

    يوناما د پاکستاني رژيم بريد کې د ښځو او ماشومانو مرګ‌ژوبله تاييد کړې

    24 فبروري 2026

    مبهم دریځونه او ښکاره تړاوونه؛ سیاسي ډلې د ازموینې په ډګر کې

    22 فبروري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    متقي پر افغان خاورې د پاکستاني رژیم بریدونو په اړه د ملګرو ملتونو له مرستیالې سره خبرې کړي

    24 فبروري 2026

    يوناما د پاکستاني رژيم بريد کې د ښځو او ماشومانو مرګ‌ژوبله تاييد کړې

    24 فبروري 2026

    مبهم دریځونه او ښکاره تړاوونه؛ سیاسي ډلې د ازموینې په ډګر کې

    22 فبروري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،108 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،061 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،121 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.