Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»په افغانستان کې د بهرنیو لاسوهنو مخکښې څېرې او ایران ته یې سپارښتنې
    لیکني

    په افغانستان کې د بهرنیو لاسوهنو مخکښې څېرې او ایران ته یې سپارښتنې

    عمران آغاعمران آغا20 جنوري 2026څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp
    د جمهوریت له پرځېدو وروسته، سره له دې چې په افغانستان کې شته ګوندونه د بدنامې سابقې او د خلکو لپاره د ګټور نه ثابتېدو له امله منحل شول، خو د افغانستان له پولو بهر بدنامو جنګ‌سالارانو او نورو تښتېدلو کسانو هره ورځ تر ښایسته خو خیالي نومونو لاندې نوې ډلې، ګوندونه او شوراګانې جوړې کړې.

    د مقاومت شورا هم له همدې شوراګانو څخه یوه ده، چې د جمهوریت له سقوط وروسته د نوي حکومت پر ضد د مخالفینو د یوځای کولو په نوم رامنځته شوه؛ خو نه‌ يواځې چې اختلافات یې کم نه کړل، بلکې ورځ تر بلې یې پر غړو کړۍ نوره هم تنګېږي.

    لکه څنګه چې د دې شورا له نومه ښکاري، د «افغانستان د ژغورنې» تر شعار لاندې راڅرګنده شوه؛ خو دا لا هم روښانه نه ده چې د دوی له نظره د افغانستان ژغورنه څه معنی لري؟ په رښتیا افغانستان له څه شي ژغوري؟ له هغې خپلواکۍ چې تر شل کلن اشغال وروسته ترلاسه شوه؟ که له هغه امنیت څخه چې له اوږدو کلونو وروسته په دې خاوره کې ټینګ شو؟ او که غواړي افغان ولس له هغو ارامو شپو او ورځو وژغوري چې اوس یې تېروي او بېرته یې د جمهوریت د دورې تورو او ترخو شپو ته ستانه کړي؟

    لکه څنګه چې ټولو ته څرګنده ده، د دې شورا فعالیت هم د نورو تښتېدلو بیلابېلو ډلو په څېر یوازې تر آنلاین ناستو، اعلامیو او بیانیو پورې محدود دی. هر کله چې کومه پېښه رامنځته شي، نو د دې لپاره چې خپل محدود او غولېدلي پلویان راټول وساتي او ځان ويښ وښيي، په لويو ټکو لیکل شوې اعلامیې خپروي.

    وروستۍ بېلګه یې دا ده چې یادې شورا په ایران کې د ولسي اعتراضونو په اړه غبرګون ښودلی او د ایران حکومت او ولس ته یې د لارې نقشه ټاکلې ده. د دې اعلامیې په منځ کې هغه برخه تر ټولو ډېره د پام وړ ده چې پکې ویل شوي: «افغان ولس د بهرنیو لاسوهنو تجربه لري؛ دا لاسوهنې نه ثبات راولي او نه ارامي، بلکې کړکېچ لا ژوروي.»

    اوس پوښتنه دا ده چې افغانستان ولې د بهرنیو لاسوهنو په ډګر بدل شو؟ ایا دا د همدې کسانو او د هغوی د ملګرو کار نه و چې په نورو هېوادونو کې یې چیغې وهلې او له پردیو قدرتونو یې غوښتنه کوله چې پر افغانستان برید وکړي؟ ایا دا احمدشاه مسعود نه و چې د اروپا په پارلمان کې یې، یوازې د خپلو او څو نورو بدنامو کسانو د ګټو لپاره، افغانستان د ترهګرو(!) پټنځای وباله او نړۍ ته یې ګواښ وکړ چې که پر افغانستان برید ونه کړئ، وروسته به پښېمانه شئ؟

    هو! همدا کسان وو چې د اشغال له پیله تر وروستۍ ورځې پورې د پردیو ترڅنګ ولاړ وو، نه‌ یې خپلو مقدساتو ته درناوی درلود او نه‌ یې د خپل ولس د وینې ارزښت پېژانده. سربېره پر دې، هر یو یې د خپلو شخصي ګټو لپاره د یو بهرني هېواد خدمت کوه؛ یوه له ختیځه هدایت اخیست او بل له لوېدیځه.

    که افغان ولس د بهرنیو لاسوهنو تریخ خوند څکلی، نو یوازې د همدې وطن‌ پلورونکو له امله و؛ هماغه لاسوهنې چې کلونه کلونه یې دا ولس له ډول ډول ستونزو او کړاوونو سره مخ کړ. له ناامنۍ او فساد نیولې، تر غلا، وژنې، لوټ او چور پورې، چې په ډېرو کې یې بیا هم د همدې کسانو نښې ښکاري، ځکه د دوی ګټې له همدې لارو خوندي کېدې.

    له شک پرته، لکه څنګه چې ټوله نړۍ پرې خبره ده، د دغو جنګ سالارانو د واک‌ غوښتنې په دوره کې د ټولو کړاوونو او بدبختیو مسؤلیت د همدوی په غاړه دی، نه د بل چا. خو دا چې ولې تر اوسه هم د خپلو تېروتنو منلو ته غاړه نه ږدي، دلیل یې دا دی چې که داسې وکړي، نو همدا لږ کسان به هم ترې واوړي چې لا تر اوسه ورسره ولاړ دي؛ دوی به ډېر ژر د تاریخ د کثافاتو ډنډ ته ولوېږي.

    څنګه له داسې کسانو تمه کېدای شي چې د افغان ولس پر وړاندې د خپلو ناسمو کارونو مسؤلیت ومني، حال دا چې لا هم شپه او ورځ هڅه کوي د پردیو په خدمت کې واوسي او د هغوی تر سیوري لاندې بېرته هېواد ته را ستانه شي، څو یو ځل بیا د دې ولس خوښي په وینو او اوښکو بدله کړي.

    خو اوس به افغانستان ته را ستنېدل دوی حتی په خپلو تورو خوبونو کې هم ونه ویني، په رښتیا کې خو بیخې لیرې ده؛ ځکه افغان ولس تر بل هر وخت ډېر د دوی اصلي څېرې پېژندلې دي او حتی د نومونو له اورېدو یې هم کرکه لري، نو بېرته راتګ خو دې یې لا پر ځای پاتې وي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهمولوي امیرخان خان متقي له خپل ایراني سیال سره ټلیفوني خبرې وکړې
    راتلونکي مقاله په افغانستان کې د بهرنیو لاسوهنو مخکښې څېرې او ایران ته یې سپارښتنې

    مربوطه لیکنې

    سوله که معامله؟ د سولې بورډ کې د پاکستان شوم نقش

    26 جنوري 2026

    د زرغون بهیر شاتګ؛ حاشیوي بحثونه او د بدلون هیلې

    25 جنوري 2026

    پوروړی پاکستان په کومه معامله د امریکا – اسرائيل په صف کې ودرېد؟

    24 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    Blog 26 جنوري 2026

    د حماس غورځنګ پوځي څانګې القسام ویاند ابو عبيده: حماس د اوربند د تړون ټول لازم مسوليتونه ترسره کړي او اوس بايد دښمن شوې هوکړې عملي کړي

    د حماس پوځي څانګې القسام ویاند “ابو عبیده” ویلي، چې د بندیانو د جسدونو په…

    ‏سرپل او جوزجان ولایتونو کې راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش لړۍ پیل شوه

    26 جنوري 2026

    د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي: نږدې راتلونکي کې به په کابل کې د سرطاني ناروغیو درملنې یو روغتون خدمات پیل کړي

    26 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د حماس غورځنګ پوځي څانګې القسام ویاند ابو عبيده: حماس د اوربند د تړون ټول لازم مسوليتونه ترسره کړي او اوس بايد دښمن شوې هوکړې عملي کړي

    26 جنوري 2026

    ‏سرپل او جوزجان ولایتونو کې راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش لړۍ پیل شوه

    26 جنوري 2026

    د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي: نږدې راتلونکي کې به په کابل کې د سرطاني ناروغیو درملنې یو روغتون خدمات پیل کړي

    26 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،103 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،053 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،113 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.