Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تبصرې»په افغانستان کې د داعش واقعیتونه او د غرب تبلیغات!
    تبصرې

    په افغانستان کې د داعش واقعیتونه او د غرب تبلیغات!

    صابر افغانصابر افغان10 اگست 2024څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    خبر:

    وار لانګ ژورنال نشريې له ترهګرۍ سره د مبارزې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ولادیمیر ورونکوف له قوله لیکلي، چې په افغانستان کې د داعش څانګه د اروپا لپاره تر ټولو لوی بهرنی خطر دی؛ ځکه په وینا یې دا ډله د پیاوړي کېدو په حال کې ده؛ د نشریې په خبره، نوموړي زیاته کړې: «داعش خراسان څانګې په تېرو شپږو میاشتو کې خپلې مالي او لوجیستیکې برخې پیاوړې کړي او په دې کې یې د افغانستان او مرکزي اسیا د کډوالو له ټولنې‎ هم ګټه پورته کړې ده.»

    د سرچینې په وینا، یادې دغې ډلې همدغه راز د ځواک جذبولو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي دي؛ ورونکوف د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوې غونډه کې ویلي چې لا هم په افغانستان کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو فعالیتونه جدي اندېښنه ده.

    په مطلب کې د ورونکوف له قوله راغلي، ‎چې د افغانستان ګاونډیان باید د داعش خراسان له لوري پیدا کېدونکی ګواښ کنترول کړي او د هغه د زیاتېدو مخه ونیسي؛ دا په داسې حال کې چې طالبانو بیا بیا ويلي چې د داعش خراسان ډله په افغانستان کې سخته ځپل شوې او دا ډله اوس له افغانستان د باندې هېوادونو کې خپل فعالیتونه مخکې وړي.

    تبصره:

    د داعش لپاره د غرب له خوا د سیستماتیکو او پراخو تبلیغاتو په لړ کې دا څویم ځل دی، چې د ملګرو ملتونو ترڅنګ امریکا او غربي هېوادونه بیا بیا د دې هڅه کوي چې دا ډله لویه وښيي، د افغانستان اوسنی نظام او خلک پرې نوم بدي کړي او د سیمې او نړۍ یو شمېر هېوادونه له افغانستان سره د روان تعامل له لارې راوګرځوي.

    اصلي پوښتنه دا ده چې غرب خو دا څویم ځل دی چې داعش ډله په افغانستان پیاوړې ګڼي او نوره نړۍ او هېوادونه هم ترې وېروي، خو په افغانستان کې د داعش ډلې اصلي حقیقت څه دی؟داعش ډله له شک پرته چې د امریکا، د سیمې د استخباراتو او په افغانستان کې د تېرې جمهوري دورې د امنیتي او استخباراتي ادارو ګډه پروژه وه، چې غوښتل یې له دې نامه څخه په ګټې اخیستنې، په افغانستان او سیمه کې ځینو اهدافو ته پرې ځان ورسوي، خو هغه پروژه د افغانستان سخت مخالفت او جدیت په پایله کې ناکامه شوه، خو واک ته د طالبانو په رسېدو سره یې ريښې تقریباً په بشپړه توګه وچې شوې.

    په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې د دوی پاتې عناصرو په افغانستان کې پر ملکي اهدافو یو څو خونړي بریدونه وکړل، اما هممهاله یې په ډېرې چټکۍ سره ريښې د وچېدو په حال کې وې؛ د کابل په ګډون یې په هرات، ننګرهار، مزار او یو شمېر نورو سیمو کې فعالې کړۍ په پرله پسې ډول د ماتېدو په حال کې وې.

    د ۲۰۲۳ کال له دویمې نیمايي رانیولې بیا تر ننه، دا ډله دومره ځپل شوې چې اصلاً په افغانستان کې دننه یې کوم کوچنۍ برید نه دی کړی او اړ شوې چې پاتې ګوډ او مات عناصر یې هم له افغانستانه تښتېدلي دي.

    دا هغه واقعیتونه دي، چې هم یې د افغانستان خلک او هم ټوله نړۍ په پرانیستو سترګو ویني او د لمر په څېر روښانه دي، بیا نو امریکا، غرب او په ټوله کې ملګري ملتونه ولې د داعش د لوی ښودلو هڅه کوي؟ دوی ولې د داعش د ګواښ یوه کوچنۍ بېلګه هم نه شي راوړلی چې یا دې یې په افغانستان کې کوم برید کړی وي او یا دې یې له افغانستانه څوک ګواښلي وي؟بله خبره دا چې خراسان په نوم پخوانۍ جغرافیه خو ډېر لوی حدود لري، چې اوسنی تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، ایران، پاکستان او تر هغې ورهاخوا سیمې هم رانغاړي، بیا نو خراسان ولې د افغانستان پر اوسنۍ جغرافیې ور تپل کېږي؟د داعش له خوا په روسیې او ایران کې د روان کال د خونړیو بریدونو ريښه چېرته وموندل شوه؟ ایا تاسې پکې د افغانستان د یو تبعه نوم هم ولید؟ ملګري ملتونه ولې د افغانستان له پولو د باندې د داعش د هغو منظمو ټرېنېنګ سنټرونو یادؤنه نه کوي چې همدا اوس هم د امریکا په ګډون د سیمې او نړۍ د لویو استخباراتي ادارو او شبکو له خوا یې روزنه روانه ده او نه یوازې افغانستان، بلکې په سیمه کې نور هېوادونه پرې ګواښل کېږي؟له منځني ختیځه رانیولې تر افغانستان او بیا تر افریقا او نورې نړۍ پورې، داعش یوه امریکايي او غربي پروژه ده چې امریکا یې په سیمه او نړۍ کې د خپلو سیمه ییزو او نړیوالو استخباراتي اجنټانو پر مټ کاروي، خپلې ګټې پرې خوندي کوي او خپل دوښمنان پرې وېروي، دا د دې لوبې اصلي واقعیت دی.

    د افغانستان تېر نظام د امریکا متحد و، نو ځکه یې ورسره د پړي سر نیولی و، خو طالبان لکه څرنګه چې د امریکا پر ضد کلک ودرېدل، همداسې یې د داعش په نوم پروژې پر وړاندې هم کلک ودرېدل او له پښو یې وغورځوله.

    اوس نو امریکا هڅه کوي، چې له یوې خوا د داعش په نامه په سیمه او نړۍ کې د خپلو رقیبانو په ګډون د افغانستان اوسنی حکومت ووېروي او له بلې خوا د افغانستان اوسنی حکومت چې په ډېرې ځیرکۍ او پیاوړې ډيپلوماسۍ یې افغانستان او ان سیمه د چټکو اقتصادي فرصتونو پر لور روان کړي، په نړۍ کې نوم بدي کړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهاقتصادي مرستیال د نیمروز خلکو ته: ټولو ستونزو ته مو پر وخت رسېدنه کېږي
    راتلونکي مقاله د شر او فساد ډلې سره د غرب تبليغاتي مرسته.

    مربوطه لیکنې

    د ایران په ضد د اسرائیلو د برید تر شا د مخالفو ډلو شوم نقش

    17 جون 2025

    د ایران په ضد د اسرائیلو د برید تر شا د مخالفو ډلو شوم نقش

    17 جون 2025

    د سحر او جادو له تور بازار او ناوړه کاروبار سره د مبارزې جدي هڅې

    21 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 21 جون 2025

    د کرنې وزارت سرپرست د روسیې ۲۰۲۵ کال اقتصادي کنفرانس په څنډه کې له روسي پانګوالو سره کتلي

    د کرنې وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري، د صنعت او سوداګرۍ د روسیې د ۲۰۲۵…

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025

    مولوي ذبیح الله مجاهد: ‏د ملګرو ملتونو درې میاشتنی راپور د ناسمو معلوماتو پر بنسټ د پروپاګنډ په موخه چمتو شوی

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د کرنې وزارت سرپرست د روسیې ۲۰۲۵ کال اقتصادي کنفرانس په څنډه کې له روسي پانګوالو سره کتلي

    21 جون 2025

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025

    مولوي ذبیح الله مجاهد: ‏د ملګرو ملتونو درې میاشتنی راپور د ناسمو معلوماتو پر بنسټ د پروپاګنډ په موخه چمتو شوی

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،894 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،889 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.