Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»په افغانستان کې د نظام او ولس په اړه د بهر مېشتو ډلو ناسمه فرضیه او عیني واقعیتونه!
    لیکني

    په افغانستان کې د نظام او ولس په اړه د بهر مېشتو ډلو ناسمه فرضیه او عیني واقعیتونه!

    صابر افغانصابر افغان23 فبروري 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په بهر کې مېشتې افغان ضد کړۍ، د سرپرست حکومت مخالفین او بېلابېل نور جریانونه د درې کلنو توطيو په دوام، دا ځل هڅه کوي چې بهرنیانو او همدا راز په افغانستان کې دننه خلکو ته داسې وښيي، چې ګواکې سرپرست حکومت د خپل منځي اختلافاتو او ګډوډیو له امله پاشل کېږي؛ دوی همدې خبرې ته ناست دي او په اساس یې ډول، ډول فرضیې وړاندې کوي.

    دوی د دې ناسمې فرضیې له مخې کله دومره په خپلو خوبونو او مجازي نړۍ کې ډوب وي، چې ځانونه یې آن په افغانستان کې تر دوهم ځلي واکمنۍ پورې پکې رسولي وي؛ د خپلې خوښې ژوند، حکومتولي او چارې یې روانې کړې وي او په همدې خیالي نړۍ او سوچونو کې یې ډېرو خلکو خبره هم منلې وي او په عامه اصطلاح میدان د دوی آس ځغلونې ته خالي وي.

    په پیل کې خو دوی هر څه له خپلو عینکو ویني او داسې فکر کوي چې همدا هر څه سم دي او عیني واقعیتونه دي. دوی په خپله د بحران په اوج کې دي، خپل منځي اخ و ډب او اختلافات یې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي، د دوی په منځ کې او پر دوی د باور او اعتماد په نوم هېڅ څه نه دي پاتې، له هېواده تښتېدلي، عام ولس رټلي او بهرنیانو هم پرې خپل باور له لاسه ورکړی. دوی خپل دغه له منځه تللي حیثیت ډېر سرګردانه کړي، هرې خوا ته منډې وهي، خو هېڅ هم لاس ته نه ورځي، بلکې لا نور پسې د زوال پر لور روانېږي او عملاً د پاشلتیا پر پوله ولاړ دي.

    دوی فکر کوي، چې ګواکې همدا وضعیت په وطن کې دننه هم دی، خو د دوی دا فرضیه او بلکې د فرضیو اساس له سره ناسم دی، ځکه اوسنیو چارواکو له یوې خوا خلکو ته آزادي ګټلې، ارامي یې ورته راوستې، خلک یې د زورواکانو، ټوپک سالارانو، جنګ سالارانو او پاټک سالارانو له ظلمونو او نادودو خلاص کړي او له بلې خوا یې له وطن څخه د کرکې، تعصب، بدبینۍ، دښمنیو، تجزیې، عقدو او بې باکیو هغه دامونه هم ټول کړي، چې همدې تېرو واکمنو غوړولي وو، ولس یې په څو لومو کې راګیر کړی وو او د ژوند هر ډول ارام او سکون یې ترې اخیستې وو.

    بله خبره دا ده، چې دوی استدلال کوي چې ګواکې اوسنی سرپرست حکومت باید وپاشل شي، ترڅو د دوی په باور هرڅه به سم شي او افغانستان به ګل او ګلزار شي، دوی هڅه کوي چې عام ولس او بهرنیانو ته همدا ناسم ذهنیت ور پېچکاري کړي، خو دوی په دې نه پوهېږي چې عام ولس دلته د پردیو نظامونو، داخلي ګډوډیو، خپل‌سریو، ملوک الطوایفي او د واک د جزیرو خوند څکلی او هیڅکله بیا د هغه وخت د بېرته راتګ حسرت نه غواړي. دوی ولیدل چې د خپل قوي مرکزي نظام په نشتون او دغه راز د ډلو ټپلو، ګوندونو او د واک د جزیرو په شتون کې پر دوی څه تېر شول، د دوی هغه هر څه په یاد دي، چې نه یې مال خوندي و، نه سر، نه ناموس او نه هم عزت.

    ولس دغه راز ولیدل چې د پردیو له خوا په تپل شویو او تحمیل شویو نظامونو کې دلته څه روان وو، دلته د دوی ارزښتونه څنګه مسخره شول، دلته د آزادۍ غوښتلو لپاره څومره بمونه واورېدل، د یوې حق خبرې لپاره څومره شکنجه شول، څومره په زندانونو کې واچول شول او څومره وربړول شول. دوی په دې ښه پوهېږي چې د پردیو له خوا په تپل شویو نظامونو کې پر دوی څوک او د څه لپاره حاکمان شوي وو او څومره د ولس په درد خبر وو.

    دوی باید لومړی له سره خپله فرضیه سمه کړي، باید له خپلو عینکو افغانستان او د افغانستان اوسني وضعیت ته ونه ګوري، باید فکر ونه کړي چې بیا به ولس په دا ډول ساده لوحو خبرو او دروغو تېرباسي، ولس اوس د زمانې تر ډېرو نادودو راوتلی او اوس په هر څه پوه شوی. ولس اوس پوهېږي چې د دې آزادۍ او خپلواکۍ بیه څومره لوړه او ثمره یې څومره خوږه ده، ځکه نو نه غواړي چې بیا یې د څو پردي‌پالو او پرديو ګټو ته ژمن کسانو په تېر ایستونکو شعارونو او دروغو معامله کړي، ولس اوس د دې شته نظام، آزادۍ، سوکالۍ او هوساینې د ساتلو لپاره سر په لاس ولاړ دی.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد افغانستان بانک سرپرست د ازبکستان د مرکزي بانک له رئیس سره کتلي
    راتلونکي مقاله د پوهنتون استاد عبيدالله بهير: ملت له تمرين او سپورټ کولو ستړی شو خو سمیع سادات ورک دی

    مربوطه لیکنې

    په غزه کې د نسل وژنې پر وړاندې د افغانانو غږ

    30 مې 2025

    د غزې د مظلومیت غږ او هغه نړۍ چې چوپ ده؛ د چوپتیا پر وړاندې اعتراض او ویښېدلو ته بلنه

    30 مې 2025

    له افغانستان څخه تر غزې پورې؛ د ظلم او جنایت پر وړاندې د عدالت چیغه

    30 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تورې څېرې 1 جون 2025

    شخصي تقدس‌ پالنه او که د ملي حافظې تحریف؛ د خلکو په وړاندې د امرالله صالح چل او دروغ

    په افغانستان کې د جمهوري نظام له واکمنۍ او د جمهوري نظام د بې‌کفایته کابینې…

    پر غزې د اسرائیلي رژیم د بریدونو دوام؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸۶ تنه فلسطینیان شهیدان او ټپیان شوي

    31 مې 2025

    د القاعدې غورځنګ د پوځي څانګې راپور؛ تېره میاشت مو په ۶۳ بریدونو کې ۸۲۸ امنیتي سرتېري وژلي

    31 مې 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    شخصي تقدس‌ پالنه او که د ملي حافظې تحریف؛ د خلکو په وړاندې د امرالله صالح چل او دروغ

    1 جون 2025

    پر غزې د اسرائیلي رژیم د بریدونو دوام؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸۶ تنه فلسطینیان شهیدان او ټپیان شوي

    31 مې 2025

    د القاعدې غورځنګ د پوځي څانګې راپور؛ تېره میاشت مو په ۶۳ بریدونو کې ۸۲۸ امنیتي سرتېري وژلي

    31 مې 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،940 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،876 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،865 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.