Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»په افغانستان کې د واحدې رهبرۍ او ټينګې پیروۍ په اړه نړیوال تحلیلونه ولې ناسم راوځي؟!
    لیکني

    په افغانستان کې د واحدې رهبرۍ او ټينګې پیروۍ په اړه نړیوال تحلیلونه ولې ناسم راوځي؟!

    صابر افغانصابر افغان11 سپتمبر 2024څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    خبر:

    اوراسیا نشریې په خپل تازه تحلیل کې ویلي، چې د طالبانو مشر په تېرو دریو کلونو کې د خپل حکومت دننه د واک کنټرول د پام وړ ډېر کړی دی؛ په دغه تحلیل کې وړاندې راغلي، چې ملا هبت الله اخندزاده په کندهار کې له خپل دفتر څخه ټولې حکومتي چارې او تګلارې پلي کوي.

    د دغه تحلیل له مخې، د طالبانو مشر په کلیدي بستونو هغه ته نږدې کسان ګومارلي او په خبره یې، چې د نوموړي له امر پرته هېڅوک خپلسري نه شي کولی.

    په تحلیل کې د افغانستان په شمالي ولایتونو سربېره، یو شمېر نورو ولایتونو ته هم د هغه سفرونو ته اشاره شوې او ویل شوي چې طالبان هڅه کوي د خپلې ټولنې د قومي جوړښتونو ملاتړ هم له ځانه سره ولري.

    د سرچینې په خبره، د طالبانو مشر هڅه کوي چې خپل حکومت له هر ډول خپلمنځي اختلافاتو لېرې وساتي او نه غواړي چې په کندهار کې متمرکزه رهبري دې یې د اختلافونو ښکار او ترې اغېزمنه شي.

    تبصره:

    په افغانستان کې د تېرو څو لسیزو سیاسي اړو دوړ، د بېلابېلو واکمنیو خپلمنځي اختلافونو، جګړو او کشمکشونو برعکس، د طالبانو د تېرې واکمنۍ، شل کلنې مبارزې او اوسنۍ درې کلنۍ واکمنۍ پر مهال واحدې رهبرۍ او له دې رهبرۍ د بشپړې پيروۍ او اطاعت مسئلې نړۍ تل له سرګردانه حالت سره مخ کړې ده.

    له همدې کبله کله یو ډول او کله بل ډول تحلیلونه کوي، کله دا رهبري د افغانستان له تېرو نورو نظامونو او واکمنیو سره پرتله کوي او کله نا کله خو بیا وايي چې طالبان خپلمنځي اختلافونه پټ ساتي، دوی ته دغه حالت ډېر مرموز برېښي او له همدې کبله خو یې په دې اړوند نږدې ټول تحلیلونه ناسم راوځي.

    نړیوال ډېری وختونه د طالبانو واکمني او په دوی کې د واحدې رهبرۍ او ترې د پيروۍ چاره یا له تېرو شاهي حکومتونو سره پرتله کوي، یا یې د خلقیانو او پرچمیانو د وخت له واکمنیو سره، یا د امریکا تر مشرۍ لاندې له تېرې ډیموکراتې واکمنۍ سره او کله ناکله، خو یې د سیمې او نړۍ له حاکمو نظامونو او سیستونو سره هم پرتله کوي، خو د دوی دا پرتلنې او په دې اړوند شته وړاندوینې ټولې ناسمې، له واقعیت لرې او تېر ایستونکي راوځي.

    له همدې کبله دې چارې دوی له یو ډول مرموز حالت سره مخ کړي، ځکه دوی د دې پر ځای چې پر اصلي او واقعي ځایونو تمرکز وکړي، تر ډېره پر خیالي خبرو، ناسمو تعبیرونو، غیر واقعي وړاندوینو او تر ډېره تبلیغاتو تمرکز کوي چې دا ټول مسایل له عیني واقعیتونو ډېر لېرې دي.

    دوی کله نا کله هڅه کوي چې په دې ډول تحلیلونو، تعبیرونو او باورونو سره دا واحد صف او واحده رهبرۍ نوم بدې او رښتیا ووېشي، خو دوی په دې چاره کې هم ناکام دي.

    دوی د تېرې شل کلنې مبارزې پر مهال هم د مستقیمې نظامي، فرهنګي، سیاسي او اقتصادي جګړې ترڅنګ دا هڅه هم کوله چې د طالبانو واحد صف، سالمه او واحده رهبري وېشلې، پاشلې او په عامه اصطلاح له اختلافونو او کشمکشونو ډکه وښيي، خو دوی هر ځل په دې هڅه کې ناکام راوځي.

    له تېرو دریو کلونو راهیسې غربي میډیا د نور پروپاګند او رواني جګړې ترڅنګ تل هڅه کړې چې دا مسئله هم خلکو او نړۍ ته لویه وښيي، خو له ټولو هڅو سره سره، د دوی دا هر څه ناسم راوځي، هڅې یې بې پایلې کېږي او هېچا ته پرې قناعت نه شي ورکولی، ځکه عیني واقعیتونه ۳۶۰ درجې توپیر لري؛ عیني واقعیتونه نه شي بدلولی، نو هر څه یې بې پایلې پاتې کېږي.

    د اور اسیا او نورو نړیوالو رسنیو او تبلیغاتي مرکزونو دا پروپاګند او تحلیلونه ځکه ناسم او ناکام دي چې دوی د طالبانو رهبري د غني او عبدالله له واکمنۍ سره پرتله کوي، دوی ځکه ناکام دي چې د خپلواکې او ناخپلواکې رهبرۍ توپیر ترې ورک دی؛ دوی ځکه ناکام دي چې عیني واقعتیونه یې له پامه غورځولي.

    د طالبانو رهبري او له رهبرۍ یې اطلاعت ځکه پولادي دی چې پر پولادي ایډیالوژۍ ولاړ دی، دوی رهبري امتیاز نه، بلکې ستر مسوولیت بولي، دوی اطاعت او پیروي د دین له اصلي او اساسي ارکانو بولي؛ دوی معنویات او ارزښتونه هېځکله له مادیاتو سره نه برابروي، دوی خپل معنویات او ارزښتونه پر مادیاتو نه معامله کوي، د معاصرې نړۍ د حاکمو نظامونو او سیستمونو خلاف، دوی حکومتولي د ولس او خلکو امانت بولي، له خیانت او شخصي ګټو ځان لېرې ساتي، دوی ته د خپل صف پاک پاتېدل تر هرڅه مهم دي، په دوی کې مشر او کشر معلوم دی او دا قوي دوې اړخیزې پیاوړې اړیکې په قوي تارونو تړلي دي.

    ځکه نو د دوی واحد صف نه تبلیغات ماتولی شي، نه د اوراسیا په څېر خیالي او هوايي تحلیلونه او نه هم غربي نړۍ معاصر دجالیت.

    دوی ځکه اطاعت او پر رعیت شفقت مهم بولي او دا یې ارزښت ګرځولی، چې دا یې د دین خبره ده، دا یې د ایډیالوژۍ خبره ده، دا یې د پیغمبر خبره ده، دا یې د سپېڅلي قران خبره ده او دا یې د مذهب خبره ده؛ ځکه نو دا ډول تبلیغات او پروپاګند دا پولادي او متینه رهبري او ترې اطاعت نه شي اغېزمنولی.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد ښوونیز نظام اصلاح؛ زموږ اړتیا او د غرب بې ځایه اندېښنه!
    راتلونکي مقاله احمدشاه مسعود؛ ملي اتل که د طبعي زېرمو لوټمار!

    مربوطه لیکنې

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025

    افغانستان او د اسلامي امت اړوند قضیې؛ بې‌ پروايي که د مسؤلیت منل؟

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    د صهیونیستي رژیم پخواني لومړي وزیر ایهود باراک ویلي، چې دا مهال له ایران سره…

    مولوي امیرخان متقي ترکیه کې له خپل سوریایي سیال اسعد حسن الشیباني سره کتلي

    21 جون 2025

    د سټنډرډ عالي شوری د نفتي توکو په برخه کې ۵۷ سټنډرډونه او ازمایښتي کړنلارې تصویب کړې

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي ترکیه کې له خپل سوریایي سیال اسعد حسن الشیباني سره کتلي

    21 جون 2025

    د سټنډرډ عالي شوری د نفتي توکو په برخه کې ۵۷ سټنډرډونه او ازمایښتي کړنلارې تصویب کړې

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،895 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.