Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»په افغانستان کې د پنځم ستون د جوړولو لپاره د پاکستان ناکامې هڅې
    سیاسي لیکني

    په افغانستان کې د پنځم ستون د جوړولو لپاره د پاکستان ناکامې هڅې

    عمران آغاعمران آغا1 اپریل 2026څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    پاکستان د خپل لنډ تاریخ په اوږدو کې د جنګ ځپلي او زیانمن افغانستان پر وړاندې تل ظالمانه او د ستم چلند کړی، له هر فرصت څخه یې د دې هېواد پر وړاندې ناوړه استفاده کړې او همېشه یې له بره ورته په کمه سترګه کتلي دي. د افغانستان په معاصر او له جګړې وروسته پړاو کې یې هم د دواړو هېوادونو له سوداګریزو او اقتصادي فرصتونو ناوړه ګټه پورته کړې او د افغانستان د پرمختګ، ترقۍ او حتی پراختیا لارې یې تړلې یا محدودې ساتلې دي.

    خو د اوسني حکومت له رامنځته کېدو سره د دې هېواد په اړه د پاکستان پخوانۍ ټولې معادلې بدلې شوې او په حقیقت کې یې پټه ولکه او نفوذ کمزوری شوی، له یوې نوې خپلواکې سیاسي تګلارې او لیدلوري سره مخ شوی چې له پخوانیو تعاملاتو سره بنسټیز توپیر لري او نور د پاکستان لپاره پکې یو اړخیزه او د ګټې وټې لاره نه لیدل کېږي.

    پاکستان چې د دې متقابل او ځواب‌ ویونکي چلند د زغملو توان یې نه درلود او لا هم د تېر په خیالونو کې ډوب و، د سالمو سیاسي اړیکو پر ځای یې ناسمو لارو ته مخه کړه او د ښکاره او پټو دسیسو په کارولو سره یې، په لومړي ګام کې د تفرقې اچوونکو غونډو په جوړولو سره د جمهوریت د دورې د تر وخت تېرو سیاسي څېرو د رابللو هڅه وکړه، تر څو دې سیاسي لوبې ته بل رنګ ورکړي؛ خو له پرله پسې ناکامیو سره مخ شو. په پای کې یې د مستقیم تاوتریخوالي او ناځوانه برید لاره خپله کړه، پر هستوګنیزو سیمو یې راکټي بریدونه وکړل او د بې‌ ګناه خلکو ژوند یې واخیست.

    پاکستان په دې خام تصور کې و چې ګواګې افغانستان د پخوا په څېر، د غبرګون او د بالمقابل مبارزې وړتیا نه لري، یا په وېره کې ژوند کوي او پاکستان به د څو بزدلانه بریدونو په وسیله وکولای شي معادلې په خپله ګټه واړوي او د دواړو هېوادونو د مرګ او ژوند په لوبه کې به بری ترلاسه کړي. خو د افغانستان اوسني حکومت د خپل هېواد ځمکنۍ بشپړتیا ته تر هر څه ډېر ارزښت ورکړی او د بهرنیو تېریو پر وړاندې چټک او ځپونکی غبرګون ښيي.

    له همدې امله پاکستان یو ځل بیا یو ګام شاتګ وکړ او بېرته یې د تېر حکومت سوځېدلي مهرې او معلوم‌ الحال کسان چې په استخباراتي کړیو او خپلو منافقانه ګټو پورې تړلي دي؛ راوبلل او د «یووالي او اعتماد» تر سرلیک لاندې د یوې غونډې په جوړولو سره یې هڅه وکړه چې د افغانستان روان حالت ته بله او بدله بڼه ورکړي؛ حال دا چې آن د پخواني حکومت ځینو تښتېدلو څېرو هم دې بلنې او ګډون ته د رد ځواب ورکړ او ویې نه غوښتل چې د دې ناولې لوبې ګډونوال شي.

    له دې ټولو سره سره، په دې کې هېڅ شک نشته چې د دې پېښو تر شا هغه پټ لاسونه ښکېل دي چې نه غواړي افغانستان په سیاسي لوبو کې مهم او اغېزناک رول ولري او یا هم د ثبات او خپلواکۍ لوړو ته په رسېدو سره د ښې راتلونکې د جوړولو لپاره لازم ځواک او اقتدار ترلاسه کړي.

    په دې لړ کې پاکستان هم له یوې سوځېدلې او رسوا شوې مهرې پرته بل څه نه دی؛ داسې مهره چې د دواړو غاړو د بې‌ ګناه خلکو ژوند په خطر کې اچوي، د دواړو جغرافیو ملي او طبیعي سرچینې ضایع کوي، یوازې د دښمنانو د ګټو لپاره کار کوي او د پردیو د لاس د آلې رول لوبوي.

    د دې غونډې څرګنده او محسوسه پایله به د پخوانیو ناکامو غونډو په څېر وي، د رابلل شویو مېلمنو د یوې برخې نه ګډون دا ښيي چې د پاکستان د امنیتي او استخباراتي ادارو له لوري د دې هېواد د ګټو جرګې ته د افغانستان د تښتېدلو مخالفینو د راجلبولو بهیر ورو ورو خپل اغېز له لاسه ورکوي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهازادي‌غوښتونکو د بلوچستان سوراب ولسوالۍ کې درې پاکستاني عسکر هلاک کړي
    راتلونکي مقاله د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي: زموږ او د امريکا ترمنځ هېڅ ډول مذاکره نشته او اوربند هم نه منو

    مربوطه لیکنې

    د ایران په وړاندې پټ ګواښونه او د شریرو عناصرو د ایستلو اړتیا

    30 مارچ 2026

    د لندن ناسته؛ د آی‌ایس‌آی استخباراتي پروژه او د افغان‌نما څېرو نوې معامله

    25 مارچ 2026

    په جګړه کې ښکېل مثلث؛ آیا پاکستان د اسرائیلو او امریکا د ګډې پروژې لپاره جنګېږي؟

    20 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 1 اپریل 2026

    کریمیا ټاپو کې د یوې روسۍ پوځي الوتکې لوېدو پېښه کې ۲۹ تنه مړه شوي

    رویټرز راپور ورکړی، چې کریمیا ټاپو کې د روسي پوځ د یوې «اېن‌اېم-۲۶» الوتکې د…

    ټرمپ وايي د ايران جګړه ښايي په راتلونکو دوه اوونيو کې پای ته ورسېږي

    1 اپریل 2026

    د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي: زموږ او د امريکا ترمنځ هېڅ ډول مذاکره نشته او اوربند هم نه منو

    1 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    کریمیا ټاپو کې د یوې روسۍ پوځي الوتکې لوېدو پېښه کې ۲۹ تنه مړه شوي

    1 اپریل 2026

    ټرمپ وايي د ايران جګړه ښايي په راتلونکو دوه اوونيو کې پای ته ورسېږي

    1 اپریل 2026

    د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي: زموږ او د امريکا ترمنځ هېڅ ډول مذاکره نشته او اوربند هم نه منو

    1 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،133 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،086 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،160 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.