Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»په افغانستان کې له ټولیز امنیت څخه د تښتېدلو تر بې بنسټه تبلیغاتو پورې
    لیکني

    په افغانستان کې له ټولیز امنیت څخه د تښتېدلو تر بې بنسټه تبلیغاتو پورې

    صابر افغانصابر افغان15 جون 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په نننۍ نړۍ کې تر ټولو ستر نعمت چې انسانان سخته اړتیا ورته لري او د ژوند د کالبُد لپاره د روح په څېر اړین بلل کیږي، هغه د ژوند په چاپېریال کې امن او ارام دی.

    افغانستان چې نوم یې کلونه، کلونه له نا امنۍ، وژنو او تاوتریخوالي سره تړلی و، د نوم له اورېدو سره به یې د وینو تویېدل، غلا، اختطاف او زورزیاتی ذهن ته درېدل، نن د اسلامي نظام په برکت داسې امن او سکون ته رسېدلی چې د دې خاورې په تاریخ کې کم ساری او حتی بې ساری بلل کیږي.

    د جمهوريت په دوه لسیزو واکمنۍ کې افغانستان د خپل تاریخ له ټولو ترخو او تیاره حالاتو تېر شو؛ دا یو داسې وخت او حالت و چې د خلکو مالونه لوټېدل، د خلکو عزت، ناموس او حق تر پښو لاندې کېده، ماشومان تښتول کېدل او ځوانان به د وړو، وړو پلمو لپاره وژل کېدل. که د بازار له خلکو او کسب کارانو سره د هغه وخت په اړه خبرې وکړې، داسې دردناکې او وېروونکې کیسې کوي چې په اورېدو یې د وجود ویښتان دریږي.

    د هغه وخت غله چې له نظام سره تړلي چارواکي یې تر شا ولاړ وو، پرته له وېرې یې هر ډول جرم ترسره کاوه؛ د معصومو ماشومانو له اختطاف نیولې، د ځوانانو تر وژنو او د خلکو د شتمنیو تر لوټلو پورې، هر څه یې ترسره کول. د دې ډول مجرمانو په وړاندې هېڅ قانون او عدالت شتون نه درلود، فاسد حکومتي مقامات یې ملاتړي وو.

    د اسلامي نظام په واکمنېدو سره، له دې شل کلن ویروونکي خوب او تیارو وروسته، افغانستان ته سرتاسري امنیت را ستون شو، د غلو او اختطاف‌ کوونکو ځالې له منځه لاړې، اوس داسې امنیت ټینګ شوی چې یو وخت د افغانستان د خلکو لپاره یو خوب او خیال و. داسې امنیت چې د افغانستان دردېدلی ملت یې په خپلو سترګو ویني او په روح یې حس کوي.

    اوس یو داسې امنیت راغلی چې په برکت یې خلک‌ د شپې ناوخته هم په کوڅو او سرکونو کې په ازادانه توګه ګرځي، په شپه او ورځ، هر ساعت چې وغواړي د هېواد هر کونج ته له ویرې او ګواښ پرته سفر کولای شي.

    پر دې سربېره، افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو راتګ او د هېواد له طبیعي او تاریخي ښکلاوو لیدنه، چې پخوا یې بېلګه نه وه، د افغانستان د امن او آرامې فضاء ښکاره ثبوت دی.

    له دې هر څه سره، سره هغه کسان چې د ناکام او پرځېدلي جمهوريت پر مهال د نا امنۍ او ګډوډۍ اصلي عاملین وو، اوس دا امن او آرام نشي زغملی، ځکه خو وخت نا وخت په مجازي نړۍ کې بې‌ بنسټه آوازې خپروي او منفي تبلیغات کوي، ترڅو اوسنی امن تر سوال لاندې راولي او خلک د اوسني حالت په اړه نهیلي او بدبین کړي.

    هغوی چې په هېواد کې دننه ژوند کوي، تر هر چا ډیر، په زړه او روح سره اوسنی امنیت احساسوي او په دې ښه پوهېږي چې په مجازي فضاء کې د دوی تبلیغات دروغ، بې بنسټه، له حقیقت څخه لېرې او د اوسني امنیت په وړاندې تبلیغاتي جنبه لري.

    اوس مهال افغانستان د اسلامي نظام تر سیوري لاندې، د ثبات او امن یو داسې نوی باب تجربه کوي چې د دې خاورې په معاصر تاریخ کې ساری نه لري.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهټرمپ: د ایران او اسرائیل ترمنځ جګړه باید پای ومومي
    راتلونکي مقاله د ايران د تېرې شپې بريدونو کې ۹ اسرائيليان وژل شوي او تر ۲۴۰ ډېر ټپيان دي

    مربوطه لیکنې

    د ناکامو ډلو بې ګټې فیسبوکي مبارزه او ناکامې خیالي وعدې

    19 جولای 2025

    د افغانستان په اړه ناسم تحلیلونه، خیالي فرضیې او عیني واقعیتونه

    17 جولای 2025

    انتخابي عدالت که د فشار وسیله؟ د جمهوریت د جنایاتو په اړه د نړۍوالې جنایي محکمې چوپتیا

    16 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 20 جولای 2025

    ستره محکمه: پکتيا کې دوه کسانو ته د نا مشروع اړیکو لرلو په جرم تعزیري سزاء ورکړل شوه

    د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوه کسانو ته…

    تېرو څلرويشتو ساعتونو کې ۱۳۰ فلسطينيان شهيدان شوي او ۴۹۵ نور ټپيان دي

    20 جولای 2025

    بنیامین نتنیاهو د خرابو خوړو له امله د کولمو په مکروب اخته شوی

    20 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ستره محکمه: پکتيا کې دوه کسانو ته د نا مشروع اړیکو لرلو په جرم تعزیري سزاء ورکړل شوه

    20 جولای 2025

    تېرو څلرويشتو ساعتونو کې ۱۳۰ فلسطينيان شهيدان شوي او ۴۹۵ نور ټپيان دي

    20 جولای 2025

    بنیامین نتنیاهو د خرابو خوړو له امله د کولمو په مکروب اخته شوی

    20 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،989 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،920 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،930 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.