په افغانستان کې پر پردیو مفکورو او اوږو بار حکومتونو د بقاء، پايښت او عمر په اړه وخت ناوخته بحثونه ګرمېږي، هر لوری هڅه کوي چې دې موضوع ته له خپلې زاویې وګوري او دلایل ورته راوړي. دا بحث په افغانستان کې د غربي ډیموکراسۍ پر اساس، د غربیانو په مستقیم ملاتړ د رامنځ ته شوي جمهوریت له پرځېدو وروسته یو ځل بیا ګرم شوی دی. تېره جمهوري اداره پر افغانستان د امریکا له مستقیم یرغل او دغه راز دلته د افغانستان له متن او بطنه د راټوکېدلي حکومت له ړنګولو وروسته، د افغانستان پر خلکو وتپل شوه.
د هماغه حکومت اساس او بنسټ غربي ډيموکراسي او د ډيموکراسۍ ارزښتونه وو. ټولې ادارې، جوړښتونه، قوانین او محاکم د همدې ارزښتونو پر بنسټ رامنځ ته شول، د بقاء او پایښت لپاره یې په افغانستان کې هم سخته نظامي، فرهنګي او پراخه تبلیغاتي جګړه وشوه. میلیاردونه ډالر پرې ولګول شول او د لسګونه زره افغانانو وینې پرې تویې شوې، ځنیو یې په دفاع کې تویې کړې او ځنیو یې په مخالفت کې. تر نږدې دوه لسیزو دغه کشمکش او مبارزو وروسته دغه نظام پر ډیموکراسۍ، پردیو ارزښتونو، مفکورو او اوږو ولاړ سیستم افغانانو ته له مرګونو، بدمرغیو، فقر، اعتیاد، کډوالۍ او ګډوډیو پرته بل څه په ارمغان رانه وو.
د پردیو په لاس، پر پردۍ مفکوره او پردیو ارزښتونو ولاړ د هغه نظام او جوړښت تر چتر لاندې میلیونونه افغانان بې عزته شول، میلیونونه نور په نشو او نورو بدمرغیو اخته شول، رواني ستونزې ورته پیدا شوې چې ځینې یې آن د ځان وژنې تر کچې ورسېدل، میلیونونه نور بیا له هېواده کډوالۍ ته اړ شول، ټولنیز ژوند یې ګډوډ شو، فساد، غلا، ظلمونه، جنایتونه، جرمونه او اختلاسونه اوج ته پکې ورسېدل، له خپلو ملي او اسلامي ارزښتونو سره د پردیو ارزښتونو د ټکرونو له کبله پراخې ګډوډۍ رامنځ ته شوې او دغه راز ډېرې نورې منفي او تباه کوونکې پایلې یې ولرلې، خو تر دغه شل کلن کشمکش وروسته، دغه ډول نظام دوې اونۍ هم تاب رانه وړ او وشړېد. چا پرې اوښکې تویې نه کړې، برعکس میلیونونو کسانو یې د له منځه تلو پر مهال د شکر سجدې اداء کړې.
دا یوازې د تېرې جمهوري ادارې او ډیموکراټیک نظام برخلیک او بقاء نه وه، بلکې تر دې وړاندې د کمونیستي او بلې هرې پردۍ او ظالمې مفکورې تحمیل په دغه هېواد کې له ورته برخلیک سره مخ شوی دی. دا هم په کور دننه او هم بهرنیو هېوادونو او زبرځواکونو ته ثابته شوې چې په افغانستان کې په پردیو مفکورو او ارزښتونو ولاړ نظامونه او حکومتونه اصلاً دوام او پایښت نه لري. جالبه یې لا دا ده چې اوس په بهر کې د هماغه تېرو نظامونو او جوړښتونو ازمویل شوې څو مهرې د هماغو مفکورو او ارزښتونو پر اساس د نظامونو او حکومت د بیا جوړېدو نغارې وهي.
مګر دوی له ځانه نه پوښتي چې کله یې پر هماغه شړېدلو ارزښتونو او مفکورو نظام او حکومت جوړ کړی و، څومره یې دوام وکړ؟ له میلیاردونو ډالرو لګښتونو او بهرني ملاتړ سره سره، ولې وشړېد؟ دوی له ځانه دا نه پوښتي چې له هغه نظامه بهر څومره افغانان ترې راضي وو؟ عامو خلکو ته یې څومره بدمرغۍ راوړې وې؟ څومره بې ګناه انسانان د هغه پردیو او اجرتي ارزښتونو لپاره قرباني شول او بلاخره یې پایله څه شوه؟ مګر دوی اوس هم لګیا دي او په پوره سپین سترګۍ د هماغه منحوسو او رټل شویو ارزښتونو د بیا تپلو چیغې وهي، دوی له ځانه دا پوښتنه هم نه کوي چې دوی ته بیا څوک اجازه ورکوي چې هغه ارزښتونه دې بیا پر ملت وتپي!؟
پایله دا ده چې د پردیو پر اوږو، مفکورو، ارزښتونو او فرمایشونو راغلو حکومتونو، نظامونو او جوړښتونو په افغانستان کې له بدمرغۍ پرته کومه بله نتیجه نه ده ورکړې او نه یې هم ورکوي. دلته تنها د هغه نظامونو او حکومتونو بقاء او پایښت تضمین دی چې د دې ټولنې، د همدې خلکو او د دې خاورې د ارزښتونو، دودونو او فرهنګ په رڼا کې د همدې ټولنې له متن او بطنه راپورته شوي وي. کېدای شي دا ډول حکومتونه به ځینې نیمګړتیاوې او ستونزې ولري، خو دا د ټولو مسوولیت دی چې د دغه ستونزو او نیمګړتیاوو د حل او پوره کولو لپاره لاس په کار شي. له دې پرته پردي راوړي نه خپلېږي او نه هم پردي کټونه تر سهاره چاته پاتې کېږي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.