Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»په امریکا کې د افغانانو نیونې؛ د سپینې ماڼۍ او مقاومت د دریځ زیاتېدونکی تضاد
    لیکني

    په امریکا کې د افغانانو نیونې؛ د سپینې ماڼۍ او مقاومت د دریځ زیاتېدونکی تضاد

    صابر افغانصابر افغان10 دسمبر 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په امریکا کې د ملي ګارډ پر دوو تنو عسکرو د برید په پېښه کې د دوو افغانانو نیولو د نړیوالو رسنیو پام ځانته اړولی او له څو ورځو راهیسې لا هم پر دغه موضوع بحثونه کېږي، خو تر ټولو مهم ټکی یې دا دی چې د امریکا حکومت او د کورني امنیت وزیرې کریسټي په یوه خوله د دې پېښې هېڅ تړاو له افغان حکومت سره نه دی ورکړی؛ کریسټي د یادې پېښې په تړاو ویلي وو، چې «رحمان الله لکڼوال ممکن امریکا ته له تګ وروسته سخت دریځه شوی وي». په ټوله کې د امریکا د حکومت دریځ د دې ښکارندوی دی چې یاده پېښه یوازې انفرادي او شخصي مسؤلیت ګڼي.

    د امریکایي حکومت د کورني امنیت د وزیرې څرګندونو روښانه کړه، چې د لکڼوال پېښه شخصي جرم دی او عموماً دغسې پېښې او جرمونه په حکومتونو پورې نه تړل کېږي؛ د امریکا د حکومت وضاحت او په دغه پېښه کې د افغان حکومت د نه لاس لرلو د موضوع روښانتیا، د افغان حکومت د ټولو مخالفینو خیالي تحلیلونه او تبلیغات ناسم ثابت کړل.

    په داسې حال کې چې د امریکا د کورني امنیت مسؤلیت افغان حکومت ته نه ورګرځي او نه هم امریکا د یادې پېښې پړه پر افغان حکومت اچوي، د مقاومت په نوم خیالي جبهه ډلې بیا هم د شکونو د ایجاد او ناسمو تبلیغاتو هڅه کړې؛ د دغه ډلې د بهرنیو اړیکو مسؤل ادعا کړې وه، چې «(امریکا کې)نیول شوی ترهګر(!) هم ښایي له طالبانو سره اړیکه ولري». دغه خیالي او منزوي ډله هڅه کوي چې له یوه شخصي جرم څخه سیاسي ګته واخلي او سیاسي رنګ ورکړی، تر څو وروسته ځان د نړیوال امنیت ساتنې ته ژمن وښيي او بدیل نمايي وکړي.

    د مقاومت منزوي ډلې دا له واقعیت لیرې دریځ د دې ښکارندويي کوي، چې دا ډله په کامله توګه له سیاسي ناکامۍ سره مخ ده؛ دغه ډله یوازې د هېواد د بیا اشغال په هیله ده او د همدې موخې ترلاسه کولو لپاره په هر پېښه کې د افغانانو پر ضد تبلیغات کوي، شخصي جرایمو ته سیاسي بڼه ورکوي او کوښښ کوي چې د بهرنیانو پام افغانستان ته واوړي.

    بل پلو بیا د افغان حکومت دریځ د سولې او ثبات عملي انځور دی، د افغان حکومت په اساسي تګلاره کې د هېواد دننه د امنیت ټینګول، د جرایمو او نورو هېوادونو ته د ښکاره ګواښ مخنیوی، د فساد له منځه وړل او د هېواد د ارضي تمامیت ساتنه ده او نور موارد شامل دي. تېر څلور کاله عملي ثبوتونه دي چې افغان خاوره د نړۍ د ډېرو هېوادونو په پرتله د لویو بدو پېښو شاهده نه وه او نه یې هم نورو هېوادونو ته ګواښونه متوجه کړي دي، دا میداني واقعیتونه د مقاومت ډلې ټولې تبلیغاتي ادعاوي کاملاً دروغ او بې ارزښته ثابتوي.

    مقاومت جبهې په خپلو غیر‌مسؤلانه څرګندونو هڅه کړې چې په تېرو څو لسیزو کې د امریکا له لوري ټولو منل شویو افغانانو ته هم ګواښونه متوجه کړي او له ستونزو سره یې مخ کړي؛ د مقاومت ډلې دغسې نا مسؤلانه څرګندونې ښيي چې دوی ته یوازې شخصي ګټې مهمې دي او لومړیتوب ورته لري.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهبي‌اېل‌اې‌: جنګیالیو یې په درې جلا بریدونو کې ۱۱ پاکستاني عسکر هلاک کړي
    راتلونکي مقاله د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ: د وينزويلا د ولسمشر نيکولاس مادورو د واک ورځې پای ته رسېدونکې دي

    مربوطه لیکنې

    د سریع ترور او د مخالفینو د بد برخلیک احتمالي سناریوګانې

    8 جنوري 2026

    د مقاومت ډلې د روڼ سهار دروغجنې وعدې او د بدمرغو ماښامونو واقعیت

    7 جنوري 2026

    د مقاومت ډلې د روڼ سهار دروغجنې وعدې او د بدمرغو ماښامونو واقعیت

    7 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 9 جنوري 2026

    د ایران د قضائیه قوې مشر غلام حسین محسني ايراني لاريون کوونکو ته: دا ځل توپير لري، هېڅ ډول نرمي او بښنه به درته ونه شي

    د ايران د قضائيه قوې مشر غلام حسين محسني ايراني لاريون کوونکو ته سخت ګواښ…

    د ایران مذهبي مشر، علي خامنه‌‌یي: ایران به خپلو دښمنانو ته غاښ‌ماتوونکی ځواب ورکړي

    9 جنوري 2026

    د کابل ښار د ځينو سيمو نومونو د ژباړې انځورونه جعلي دي

    9 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ایران د قضائیه قوې مشر غلام حسین محسني ايراني لاريون کوونکو ته: دا ځل توپير لري، هېڅ ډول نرمي او بښنه به درته ونه شي

    9 جنوري 2026

    د ایران مذهبي مشر، علي خامنه‌‌یي: ایران به خپلو دښمنانو ته غاښ‌ماتوونکی ځواب ورکړي

    9 جنوري 2026

    د کابل ښار د ځينو سيمو نومونو د ژباړې انځورونه جعلي دي

    9 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،102 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،049 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،111 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.