Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»نړۍ»په بریتانیا کې یهود ضد نظریات تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي دي
    نړۍ

    په بریتانیا کې یهود ضد نظریات تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي دي

    صابر افغانصابر افغان8 سپتمبر 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د «یوګو» په نوم د سروې يوه نړيوال شرکت په خپله تازه سروې کې ښودلې، چې د بریتانیا د خلکو په منځ کې د یهود ضد نظریات په تېرو لسو کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي دي.

    د سروې د پایلو له مخې، د بریتانیا د ټول نفوس ۲۱ سلنه وګړي د يهود ضد څرګندونو سره موافق دي؛ په داسې حال کې، چې دا شمېره تېر کال ۱۶ سلنه او په ۲۰۲۱م کال کې یوازې ۱۱ سلنه وه، چې په دې ډول په تېرو پنځو کلونو کې نږدې دوه برابره شوې ده.

    د يوګو شرکت په سروې کې نږدې ۴۵ سلنه خلکو ویلي، چې اسرائیل له فلسطینیانو سره د نازي آلمان په څېر له ظلم او وحشت ډک چلند کوي.

    له ۱۸ څخه د ۲۴ کلونو په منځ کې ۶۰ سلنه ځوانان له دې نظر سره موافق دي، چې اسرائیل نازي المان ته ورته له تشدد ډک چلند کوي او نږدې ۵۰ سلنه ځوانانو بيا ویلي، چې د هغو خلکو ترڅنګ د راحتۍ احساس نه لري، چې په ښکاره توګه د اسرائیلو ملاتړ کوي.

    په شوې سروې کې دغه راز ۲۰ سلنه ځوانانو ویلي، چې اسرائیل د یهودانو د ملي وطن په توګه د يوه هېواد د جوړولو حق نه لري.

    پر دې سربېره ۵۸ سلنه ځوانان او ۲۹ سلنه د بريتانيا ټول نفوس بيا په دې باور دی، چې اسرائیل او د هغوی د پلویانو کړنې د بریتانیا په ډیموکراسۍ منفي اغېزه غورځولې.

    د بريتانيا د خلکو ترمنځ په شوې سروې کې د دغه هېواد د ټولو خلکو ۲۶ سلنه او د ځوانانو ۴۲ سلنه په دې نظر دي، چې اسرائیل ځکه هر څه کولی شي چې پلویان او ملاتړي یې د نړۍ رسنۍ تر خپل کنټرول لاندې لري.

    پر دې سربېره د بريتانيا د ځوانانو ۱۰ سلنه د حماس غورځنګ په اړه مثبت نظر لري، ۱۴ سلنه ځوانانو یې ویلي چې حماس غورځنګ باید د ترهګرې ډلې په توګه ياد نه شي او ۱۹ سلنه نورو ځوانانو بيا د حماس غورځنګ له لوري پر اسرائیلو د ۲۰۲۳م د اکتوبر د اوومې بریدونه په حقه ګڼلي دي.

    د يادې سروې ترسره کوونکي بنسټ په پای کې خبرداری ورکړی، چې په ځوانانو کې دا ډول نظریات، بریتانیا مېشتو یهودانو ته په پوهنتونونو، ټولنیزو رسنيو او کاري ځایونو کې جدي ستونزې او خطرونه پېښولی شي.

    مخکینۍ مقالهپاکستان د نړۍ په کچه د کوکنارو د کښت په مرکز بدل شوی
    راتلونکي مقاله د هېواد په يو شمېر پوهنتونونو کې د دوکتورا او ماسټرۍ نوي پروګرامونه رامنځته شول

    مربوطه لیکنې

    د وینزویلا د اپوزیسیون مشرې خپله د سولې نوبل جایزه ټرمپ ته ډالۍ کړه

    16 جنوري 2026

    امریکا ګرینلینډ ته له ۵۰۰ تر ۷۰۰ میلیارده ډالر بیه ټاکلې

    15 جنوري 2026

    د روسیې دفاع وزارت: تېره شپه مو ۳۴ بې‌پیلوټه اوکراینۍ الوتکې نسکورې کړي

    15 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 16 جنوري 2026

    امریکا باید د افغانستان د اوسني حکومت په رسمیت پېژندنه کې ځنډ ونه کړي

    بې سنده مرکې او نا معلومې سرچینې؛ د بي بي سي ناقص تحقیق

    16 جنوري 2026

    مولوي بدرالدین حقاني له امارات مېشته افغان مخورو او سوداګرو سره کتلي

    16 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    امریکا باید د افغانستان د اوسني حکومت په رسمیت پېژندنه کې ځنډ ونه کړي

    16 جنوري 2026

    بې سنده مرکې او نا معلومې سرچینې؛ د بي بي سي ناقص تحقیق

    16 جنوري 2026

    مولوي بدرالدین حقاني له امارات مېشته افغان مخورو او سوداګرو سره کتلي

    16 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،103 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،051 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،112 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.