Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»په بهر کې مېشتې د سرپرست حکومت مخالفې ډلې ولې یو په بل پسې په چټکۍ پاشل کېږي!؟
    لیکني

    په بهر کې مېشتې د سرپرست حکومت مخالفې ډلې ولې یو په بل پسې په چټکۍ پاشل کېږي!؟

    صابر افغانصابر افغان12 فبروري 2025څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په افغانستان کې د تېرې جمهوري دورې د ټغر له ټولېدو او له دغه هېواده د امریکايي او ناټو ځواکونو له وتلو سره جوخت، د دوی هغه داخلي متحدین، قراردادیان او نور ملاتړي هم وتښتېدل، چې نږدې ۲۰ کاله د طالبانو، نورو اشغال ضد ډلو او عادي افغانانو په ضد ولاړ وو. دوی په پیل کې هڅه وکړه، چې په افغانستان کې دننه ځان ته د پښې د ټينګېدو ځای ومومي، خو کله چې یې ولیدل شاوخوا یې خالي ده، هېڅوک یې ملاتړ نه کوي او له بلې خوا د طالبانو له شدید نظامي فشار سره مخ شول، په چټکۍ سره یې د تېښتې لار خپله کړه.

    دوی بهر ته له تېښتې سره جوخت، هلته د ځان لپاره د ملاتړو پیدا کولو او دغه راز په افغانستان کې د جګړې د اور بلېدو په موخه پراخه لابي پیل کړې، په بېلابیلو نومونو یې بېلابېلې ډلې ټپلې جوړې کړې، خو دا ټولې ډلې او ټپلې په ډېره کمه موده کې د انسجام پر ځای، په چټکۍ سره د پاشلتیا په لور ولاړې. که څه هم دوی په پیل کې هڅه وکړه، چې خپل داخلي اختلافات او شدید ټکرونه پټ کړي او رسنیز نه شي، خو د دوی د اختلافاتو شدت دومره لوړ و، چې مخنیوی یې ستونزمن و. د دوی د پاشلتیا په دلایلو که مفصل بحث وشي، ښايي ډېر علتونه یې په ډاګه شي، خو دلته یې څو عمده علتونو ته اشاره کوو:

    لومړی: دا حرکتونه او ډلې ټپلې تر ډېره د پخوانیو زورواکانو، د داخلي جګړو د وتلو څېرو، د افغانستان د نږدې ۴۰ کلنې غمیزې د اصلي عاملینو او یا د دوی د اولادونو او د کورنۍ د غړو له خوا جوړې شوې وې، چې په افغانستان کې ټول خلک ترې کرکې او نفرتونه لري، ځکه همدې کسانو او کورنیو د میلیونونو افغانانو په وینو، سرونو او هډونو سوداګرۍ او معاملې وکړې، د قومونو ترمنځ یې د تفرقې اور ته لمن ووهل او دوی یې ګڼو بدمرغیو ته ورټېل وهل، نو ځکه په افغانستان کې دننه هېڅوک له دوی سره مرستې ته زړه نه ښه کوي.

    دویم: دغه کسان، ډلې، کورنۍ او کړۍ بهرنیانو ته هم ښې معلومې دي، د دوی ډونران او بهرني ملاتړي له دوی سره د ګډ کار اوږده تجربه لري، هغوی په دې پوهېږي چې دا کسان اوس په افغانستان کې هېڅ ډول نفوذ نه لري، په افغانستان کې په شدت سره منزوي شوي او دغه راز د افغانستان د اوسني سرپرست حکومت پر وړاندې د درېدو توان هم نه لري، نو ځکه دوی زړه نه ښه کوي چې ملاتړ یې وکړي او په دې ډول خپلې پیسې او امکانات هسې په اوبو لاهو کړي.

    درېیم: دغه ډلې ټپلې پر نورو مسایلو سربېره، له اوږدې مودې راهیسې په مالي او اخلاقي فسادونو ‎روږدې دي، هېڅ ډول ارزښتونو ته ژمن نه دي، نه د ځان او نه هم د هېواد لپاره کومه منظمه او روښانه طرحه لري، دوی د تل په څېر غواړي چې په افغانستان کې اوبه خړې کړي او خپل ماهیان پکې ونیسي. دوی غواړي چې خپل پخواني ډونران بیا د افغانستان جګړې ته راوکاږي، تر څو دوی ترې د پخوا په څېر ډالر وشکوي، خو دا کار نور نه امریکا کوي او نه هم بل کوم هېواد.

    څلورم: په نوې ازموینه کې ناکامي؛ بهر مېشتې مخالفي ډلې ټپلې تېر شاوخوا څلور کاله له یوې جدي ازموینې سره مخ وې، دوی چې له خپلو تېرو بادارانو او نورو ډونرانو ناهیلي شول، نو د نویو ډونرانو په لټه کې شول. د وسلو جوړونکو کمپینو، لویو قاچاقبرانو، انسان تښتونکو ډلو، جرمي شبکو او آن د موساد په څېر بدنامو استخباراتي کړیو دروازې یې ور وټکولې، دوی یې وهڅول چې په افغانستان کې د اشوب او ګډوډۍ لپاره د دوی لاسنیوی وکړي او په بدل کې به دوی په افغانستان کې د هغوی هر ډول ګټې خوندي کړي، نویو ډونرانو یې هم په مشروط ډول په کمه کچه ملاتړ وکړ، خو کله یې چې ولیدل دا ډلې ټپلې هسې مجازي، بې واکه او بې ځواکه دي، نو ژر یې مرستې پرې بندې کړې.

    پنځم: شدید داخلي اختلافات او اختلاسونه؛ په بهر کې مېشتې مخالفي ډلې ټپلې د خپلو شخصي ګټو او شخصي سلیقو له کبله له شدیدو اختلافاتو سره مخ دي، په خپل منځ کې ډېر مالي اختلاسات لري، ډېرې پیسې یې حیف او مېل کړي او یو او بل ته د هېڅ ډول حساب ورکونې لپاره چمتو نه دي، نو دې چارې دوی پر یو او بل سخت بې باوره کړي، اختلافات یې اوج ته پکې رسولي او د پاشلتیا پر پوله یې درولي دي.

    دا او دې ورته ډېر نور علتونه وو/دي، چې په بهر کې مېشتې د سرپرست حکومت مخالفې ډلې یې په پرله پسې توګه وپاشلې، هر ځل چې سر راپورته کوي، بیا پاشل کېږي او تر پخوا لاپسې کمزورې کېږي. دوی نه داخلي ملاتړ لري او نه بهرنی، دوی د افغانستان لپاره نه کومه طرحه لري او نه هم کوم منظم پلان، دوی تنها د جګړې او ګډوډۍ غوښتونکي دي، خو جګړه او ګډوډي اوس هېڅ بازار او خریدار نه لري.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهمنځنۍ اسيا او عربي هېوادونو ته د افغانستان په صادراتو کې د پام وړ ډېروالی راغلی
    راتلونکي مقاله په نړيوالو بازارونو کې د ټېسلا شرکت په ګټو کې ۶ سلنه کموالی راغلی دی

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 23 جون 2025

    قطر پر العدید پوځي هډې د ایران برید وغانده

    د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره قطر کې د…

    قطر کې پر امريکايي پوځي هډې‌ ۳ توغندي په هدف لګېدلي

    23 جون 2025

    له قطر وروسته د ایران له خوا په بحرین، عراق او کوېټ کې هم پر امریکایي پوځي هډو توغندي وویشتل شول

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    قطر پر العدید پوځي هډې د ایران برید وغانده

    23 جون 2025

    قطر کې پر امريکايي پوځي هډې‌ ۳ توغندي په هدف لګېدلي

    23 جون 2025

    له قطر وروسته د ایران له خوا په بحرین، عراق او کوېټ کې هم پر امریکایي پوځي هډو توغندي وویشتل شول

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.