Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»راز»په تاجکستان کې د پاکستان د آی ایس آی او مقاومت جبهې د مشرانو تر منځ د کتنې پټ جزئيات
    راز

    په تاجکستان کې د پاکستان د آی ایس آی او مقاومت جبهې د مشرانو تر منځ د کتنې پټ جزئيات

    صابر افغانصابر افغان27 جنوري 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د معلوماتو له مخې د افغانستان د سرپرست حکومت مخالفينو، په ځانګړي ډول د مقاومت په نوم جبهې مشر احمد مسعود، د پاکستان د پوځي استخباراتو (آی ایس آی) له مشر عاصم ملک سره په دوشنبه کې کتلي دي، ويل کېږي چې دا کتنه له احمد مسعود او ځينو نورو شخصيتونو سره ترسره شوې. تازه له څو باوري سرچينو څخه هندوکش‌غږ ته د دې کتنې جزئيات رسېدلي دي.

    ويل کېږي په دې کتنه کې د آی ایس آی مشر، د يوې رسمي پولې په توګه د ډيورنډ کرښې د پېژندلو په بدل کې احمد مسعود او ورسره پلاوي ته د افغانستان د سرپرست حکومت په وړاندې د زياتو همکاريو وعده ورکړې ده؛ په دغه همکاريو کې د پټنځايونو، روزنیزو کمپونو او پر فرضي کرښه د تګ او راتګ په برخه کې ځينې تسهيلات شامل دي. همدا راز يې په بلوچستان ایالت کې له داعش خراسان څانګې سره د هر اړخیزې هماهنګۍ د جوړولو وعده هم ورکړې ده.

    ويل کېږي په دې کتنه کې پر دې هم بحث شوی، چې څنګه کېدلای شي چينايي، روسي او د منځنۍ آسيا د ځينو نورو هېوادونو د اتباعو د ترور له لارې، چې پړه يې داعش خراسان څانګه په غاړه واخلي، د افغانستان د سرپرست حکومت او يادو هېوادونو تر منځ بې باوري رامنځ ته کړي. د معلوماتو پر بنسټ د احمد مسعود له لوري، د بدخشان ولایت اصلي اوسېدونکي او د جمهوريت پر مهال لوی درستيز جنرال قدم شاه شهيم ته له دې غونډې وروسته یاده دنده سپارل شوې ده؛ په ينګي قلعه کې د يو چينايي تبعه په نښه کېدل او په تاجکستان کې د چينايي اتباعو په نښه کېدل هم د دغه مشترکې پروژې د اجراآتو يوه برخه ده.

    د یادنې وړ ده، چې کله پاکستان په کور د ننه په ځينو اقتصادي پروژو کې د چينايي شرکتونو له زيات استثمار څخه په تنګ راغلی، نو په ملاکند ډيويژن، کراچۍ تجارتي ښار او ګوادر کې يې ځينې سترې حملې پلان او سرته ورسولې. په دې توګه يې چينايي اقتصادي پروژې له خنډ او ځنډ سره مخ کړې، له يوې خوا يې د امريکا او غرب د خوشحالولو هڅه وکړه او له بلې خوا يې د چينايي شرکتونو له زيات استثمار څخه د خلاصون هڅه وکړه.

    مخکینۍ مقالهد هرات ولایت د پولیسو له ښوونیز مرکز څخه سلګونه پولیس له مسلکي او عقیدتي زده‌کړو فارغ شوي
    راتلونکي مقاله د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.

    مربوطه لیکنې

    د اکرام الدین سریع د قتل پټ او نا‌څرګند حقایق؛ ولې او څنګه ووژل شو؟

    30 دسمبر 2025

    د مخالفو ډلو خونړۍ سیالي؛ د سریع له وژنې وروسته څه روان دي؟

    28 دسمبر 2025

    د اسلام آباد غونډه؛ خپل‌منځي اختلافاتو مقاومت شوری پاشل کېدو ته نږدې کړې

    9 سپتمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    Blog 26 جنوري 2026

    د حماس غورځنګ پوځي څانګې القسام ویاند ابو عبيده: حماس د اوربند د تړون ټول لازم مسوليتونه ترسره کړي او اوس بايد دښمن شوې هوکړې عملي کړي

    د حماس پوځي څانګې القسام ویاند “ابو عبیده” ویلي، چې د بندیانو د جسدونو په…

    ‏سرپل او جوزجان ولایتونو کې راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش لړۍ پیل شوه

    26 جنوري 2026

    د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي: نږدې راتلونکي کې به په کابل کې د سرطاني ناروغیو درملنې یو روغتون خدمات پیل کړي

    26 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د حماس غورځنګ پوځي څانګې القسام ویاند ابو عبيده: حماس د اوربند د تړون ټول لازم مسوليتونه ترسره کړي او اوس بايد دښمن شوې هوکړې عملي کړي

    26 جنوري 2026

    ‏سرپل او جوزجان ولایتونو کې راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش لړۍ پیل شوه

    26 جنوري 2026

    د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي: نږدې راتلونکي کې به په کابل کې د سرطاني ناروغیو درملنې یو روغتون خدمات پیل کړي

    26 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،103 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،053 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،113 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.