د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې پر خپل “اکس” پاڼه لیکلي، چې په تېره یوه اوونۍ کې ۸۱ زره ۵۷۷ مټریک ټنه د اقینې، تورغونډۍ او حيرتان بندرونو له لارې صادرات او واردات شوي دي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، په دغو صادراتو او وارداتو کې نفتي او غير نفتي توکي او نور اموال شامل دي.
د هېواد د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې په تېره یوه اونۍ کې ۶۵۸ ټنه سوداګریز توکي هم صادر شوي، چې ډېری برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس وو