د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست مسولین وایي، چې د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې یو شپږ پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړېږي، چې چارې یې نن پیل شوې.
د یاد ریاست رئیس مولوي محمدنبی سعیدي رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې دغه سوداګریز مارکېټ د ارزاقو دولتي شرکت او د شهزاده ساپي خصوصي شرکت د “۳۶۰” میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي، چې د رغنیزو چارو د کیفیت خوندیتوب او معیاري څارنه یې د کور او ښار جوړولو ریاست په غاړه ده
ښاغلي سعیدي وویل: ” یاد سوداګریز مارکېټ د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند “۸.۵” جریبه ځمکه باندې جوړېږي، چې په جوړولو کې به یې له سیمه ییزو موادو کار واخیستل شي، دغه سوداګریزه ودانۍ به ۱۵۰ هټۍ ولري، چې چارې به یې په ۱۸ میاشتو کې بشپړې شي.”
نوموړي زیاته کړه، چې اوسمهال د کابل او نورو ولایتونو ترڅنګ په ننګرهار ولایت کې د پانګونې او سوداګرۍ لپاره په لوړه کچه زمینه برابره شوې ده او هر څوک کولی شي د ښارګوټو، مسکن او نورو برخو کې د خپلې خوښې پانګونه وکړي.