یو شمېر رسنیو د اسرائیلي پوځیانو له قوله خبر ورکړی، چې د غزې تړانګې سویلي ښار ” رفح” کې یې ۸ پوځیان وژل شوي دي، په وژل شويو کې یو افسر هم شامل دی.
اسرائیلي چارواکو ویلي، یاد پوځیان هغه مهال تیره ورځ ووژل شول، چې د دوی زغرول پوځي موټر باندې چاودنه وشوه.
اسرائیلي رسنیو په روانه جګړه کې د اسرائیلي پوځیانو لپاره دا دویم مرګونی برید بللی دی.
تر دغه برید وړاندې د روان کال په جنوري میاشت کې په یو بل برید کې هم ٢١ اسرائیلي یرغلکر پوځیان وژل شوي وو.
بل لور ته رسنیو له منځني ختیځ څخه په راپورونو کې ویلي، چې په تېرو نهو میاشتو کې حوثیانو پر اسرائیلو ۴۰۰ بریدونه کړي دي.
په راپورونو کې ویل شوي، چې د یمن حوثي وسلوالو په تېرو نږدې نهو میاشتو کې پر اسرائیلو او د دغه رژیم د ملاتړو هېوادونو پر مرکزونو، ګټو او ارزښتونو شاوخوا ۴۰۰ بریدونه کړي، چې پایله کې یې څو کیښتۍ له منځه وړل شوې او یا هم زیانمنې شوې دي.
د حوثي وسلوالو تر څنګ په لبنان کې د “حزب الله”، په عراق کې د “اسلامي غورځنګ” او سیمه کې یو شمېر نورې ډلې هم شته چې د اسرائیلو پر ضد او د فلسطینانو پر ملاتړ بریدونه کوي.