په نقشه کې په زرغون رنګ ښودل کېدونکي سیمې د سوریې د ازادي غوښتونکي غورځنګ (تحریر الشام) تر ولکې لاندې دي چې پکې د حلب او حماة په ګډون لوی او واړه ښارونه شامل دي.
په سور رنګ ښودل کېدونکي سیمې د بشار الاسد د رژیم د ملیشو تر واک لاندې سیمي ښیي، چې په کې د طرطوس، لازقیه او د پلازمېنې دمشق په ګډون ځیني نور لوی او واړه ښارونه شامل دي.
په دغه نقشه کې په ژېړ رنګ ښودل کېدونکي ځایونه د «قسد» ملیشو تر ولکې لاندې سیمې دي. یاده ډله د امریکا له ملاتړ څخه برخمنه ده.
په نیلي رنګ ښودل کېدونکي سیمې د داعش ډلې تر واک لاندې دي او پاتې نورې سیمې سوریه کې مېشت د نړیوال ائیتلاف د ځواکونو تر ولکې لاندې دي.