Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»په سوډان کې د نسل وژنې غمیزه او تر شا یې سیاسي لوبې
    لیکني

    په سوډان کې د نسل وژنې غمیزه او تر شا یې سیاسي لوبې

    صابر افغانصابر افغان6 نوومبر 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په سوډان کې چې کله په ۲۰۰۳م کال کې په دارفور کې جګړه پیل شوه، دغه جګړه د دوو ډلو ترمنځ وه؛ یوه یې د سوډان د آزادۍ حرکت او بله یې د عدالت او مساوات حرکت وه. دغه ډلو د هغه وخت د سوډان د ولسمشر عمرالبشیر پر ضد بغاوت وکړ، نو عمرالبشیر مجبور شو چې د دغه بغاوت د مخنیوي لپاره، د حکومت له پوځ سربېره یو بل پوځ جوړ کړي چې جنجوید نومېده. په دغه ډله کې د سوډان د ډېرو قبیلو غړي وو، ځکه هغه وخت د حکومت مخالفین ډېر قوي وړ او د سوډان حکومت غوښتل چې د ولس په ملاتړ یې مات کړي.

    دعم السریع چې اوس یې په سوډان کې نسل‌وژنه وکړه، د همدې جنجوید ډلې تر ټولو مهم کسان وو. په ۲۰۱۳م کال کې حکومت د جنجوید له ډلې څخه دعم السریع ځانته جلا کړ او د مخابراتو وزارت تر څار لاندې یې رسماً کار شروع کړ. دوی د حکومت، یا عمرالبشیر په ننګه اخته وو او په دارفور، کردفان او نورو سیمو کې د حکومت له باغیانو سره په جګړه بوخت وو.

    کله چې د ډسمبر په اتلسمه، ۲۰۱۸م کال کې د سوډان د ولسمشر عمرالبشیر پر ضد لاریونونه شروع شول او هغه په راتلونکو میاشتو کې استعفا ورکړه، نو د سوډان پوځ د حکومت واګې په لاس کې واخیستې. احمد عوض بن عوف د حکومت بیړنی حالت اعلان کړ، لا ۲۴ ساعته نه وو تېر شوي چې احمد عوض خپل ځای عبدالفتاح برهان ته، چې د دفاع وزیر و، پرېښود او هغه مؤقت ولسمشر شو.

    په دغه وخت کې د دعم السریع مشر محمد حمدان دقلو، چې په حمیدتي مشهور دی، د هغه وخت د انتقالي حکومت معاون شو. حمیدتي له دغه حالت ګټه واخیسته او دعم السریع یې پراخ او لا نور نفوذ ورکړ.

    دعم السریع ولې بغاوت وکړ؟
    د سوډان له حکومت څخه د دعم السریع د بغاوت په اړه مختلف نظرونه دي، خو یوه خبره چې مشترکه ده هغه دا ده چې د سوډان حکومت غوښتل دعم السریع په پوځ کې ځای پر ځای کړي او دعم السریع منحل کړي، چې دا کار حمیدتي بغاوت ته وهڅاوه. نور بیا وايي چې حمیدتي، یعنې د دعم السریع مشر، ویل چې د پوځ سر اعلیٰ قومندان باید ولسمشر نه وي، بلکې عام کس وي. بهر حال، په ۲۰۲۳م کال کې دعم السریع د سوډان له حکومت څخه بغاوت وکړ او په خرطوم کې یې له حکومت سره جګړه وکړه، تر دې چې دغه جګړه ورځ تر بلې پراخېده او آن تر دارفور پورې ورسېده.

    په هماغه جګړو کې ۲۵۰ کسان ووژل شول او ۱۰۰۰ تنه ټپيان شول، خو د ملګرو ملتونو راپورونه دا ادعا دوه چنده لوړه ښودلې او ویلي یې دي چې هغه وخت خلک په ډېر بد حالت کې وو او دقیق شمېر یې نه شو معلوم.

    ورپسې دعم السریع پر حکومت تور ولګاوه چې د بهرنیانو په مرسته یې د دوی خلک او پوځ بمبارد کړي. دوی یو پر بل تورونه لګول، تر دې چې دا جګړه لا پسې اوږده او ژوره شوه.

    دعم السریع، دارفور الفاشر له تېرو ۱۸ میاشتو کلابند کړی و او اخر د اکټوبر په ۲۶مه الفاشر ته ننوتل او په یوه ورځ کې یې ۲۰۰۰ کسان، چې اکثریت یې ښځې او ماشومان وو، د ښار په مختلفو ځایونو کې په ډېرې بې‌رحمۍ سره ووژل. په الفاشر کې د سعودي روغتون یو زیږنتون و، هلته ننوتل او د ښځو په شمول یې ۴۵۰ ماشومان په روغتون کې ووژل. څېړنې ښيي چې د دعم السریع د سرتېرو شمېر تر یو لک پورې رسېږي او ټول مسلح دي.

    د لسګونو خبرونو او څېړنو له مخې، دعم السریع د متحده عربي اماراتو او اسرائیلو له ملاتړ څخه برخمن دی او د دې په اړه له محمد بن زاید سره د حمیدتي د پرله‌پسې ناستو ویډیوګانې او په سوډان کې د سوډان د پوځ له لوري د متحده عربي اماراتو د هغو الوتکو ویستل او را غورځول ثبوت دی، چې دعم السریع ته یې وسلې رسولې.

    متحده عربي امارات ولې د دعم السریع ملاتړ کوي؟
    د کره څېړنو له مخې، په تېرې یوې لسیزې کې متحده عربي اماراتو له افریقا څخه په سلګونه ټنه سره زر قاچاق کړي او سوډان یو له مهمو افریقايي هېوادونو څخه دی چې هلته د سرو زرو زیرمې شتون لري. نو د دعم السریع ملاتړ هم په همدې کوي، چې دوی د سرو زرو قاچاق ترسره شي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد سوریې ولسمشر د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس کې ګډون کوي
    راتلونکي مقاله ۲۰۵ البدر قول اردو: ۴۰ عرادې بېلا بېل پوځي وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شول

    مربوطه لیکنې

    مقاومت جبهه؛ پر افغان ولس د بندیزونو ملاتړې ډله

    17 نوومبر 2025

    هېواد چا د پردیو ګټو قرباني کړ؟

    16 نوومبر 2025

    د سوداګریز پرېکون اقتصادي شننه!

    15 نوومبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 19 نوومبر 2025

    صراف اختر محمد خان بادیزی: د مغرضه اشخاصو له خوا خپره شوې اوازه، چې ګواکې زه شکنجه شوی یم حقیقت نه‌لري

    صراف، اختر محمد خان بادیزی وایي، د تېرې شنبې په ورځ امنیتي ځواکونو له خوا…

    د پنجشېر والي، حافظ محمد اغا حکیم: پرځول شوي جمهوریت روږدي پر خپل حال پريښي وو؛ خو افغان حکومت په ځانکړو مرکزونو کې تر درملنې لاندې ونیول

    19 نوومبر 2025

    د روسیې ولسمشر کرملین ماڼۍ کې د هندوستان د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي

    19 نوومبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    صراف اختر محمد خان بادیزی: د مغرضه اشخاصو له خوا خپره شوې اوازه، چې ګواکې زه شکنجه شوی یم حقیقت نه‌لري

    19 نوومبر 2025

    د پنجشېر والي، حافظ محمد اغا حکیم: پرځول شوي جمهوریت روږدي پر خپل حال پريښي وو؛ خو افغان حکومت په ځانکړو مرکزونو کې تر درملنې لاندې ونیول

    19 نوومبر 2025

    د روسیې ولسمشر کرملین ماڼۍ کې د هندوستان د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي

    19 نوومبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،085 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،024 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،077 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.