Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»په شعارونو او نعرو خلافتونه راوستل خوب او خیال دی!
    لیکني

    په شعارونو او نعرو خلافتونه راوستل خوب او خیال دی!

    عمران آغاعمران آغا30 اگست 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: سلمان باور

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    په ځمکه د اسلامي نظام د حاکمیت او د کلمې طیبې د لوړوالې لپاره له صحابه کرامو رضوان الله اجمعین په شمول میلیونونو مؤمنو رجالو خپلې ویني او سرونه نظرانه کړې دي، چې په برکت یې الله تعالیﷻ خپل قانون تر دې زمانې را رسولی دی.

    الله تعالیﷻ د سورة المائدة په درېیم نمبر آیت کې فرمايي: الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا.
    ژباړه: نن ورځ ما ستاسو لپاره ستاسو دین بشپړ کړ، او پر تاسو مې خپل نعمتونه تمام کړل، او ستاسو لپاره مې اسلام د دین په توګه غوره کړ.

    د الله تعالی بشپړ رالېږل شوی، دین تحریفول یا یې په خپله خوښه تفسیرول د شیطانانو کار دی، چې د داسې خلکو مخنیوی بیا اللهﷻ د بنده ګانو په غاړه کې ور اچوي.

    اللهﷻ بل ځای په خپل کلام سورة البقرة، ١٩٣ نمبر آیت کې فرمایي: وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّىٰ لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ لِلَّهِ ۖ .
    ژباړه: او له هغوی سره جګړه کوئ تر هغه چې فتنه پاتې نه شي او دین ټول د الله لپاره شي.

    دلته الله تبارک وتعالیﷻ د فتنې سره تر هغه وخته د قتال کولو امر کوي، تر څو چې فتنه ختمه شوي نه وي؛ خو بدبختانه د حزب التحریر په نامه یوه ډله اوس د افغانستان د حاکم نظام او نورو جهادي ډلو پر خلاف د خلکو په ذهنونو کې شیطاني وسوسې ور اچوي.

    حزب التحریر د ۴۰ شاه او خوا جمهوري نظامونو تر سیوري لاندې ناست فعالیتونه پر مخ وړي، چې په ټوله نړۍ کې د اسلامي ډلو پر خلاف منفي تبلیغات کول خپله دنده ګڼي.

    حزب التحریر په خپل اوویا کلن مزل کې نه ځان ثابت کړ او نه یې خپلې خیالي دعوې ته د یوې لوېشتي په اندازه هم ورلنډ شول، نه یې منزل معلوم شو او نه یې د مزل لوری معلوم او ښکاره شو؛ خو برعکس څوک چې د خلافت د احیاء لپاره هڅې او کوښښونه کوي په هغوی پسې منفي تبلیغات کوي، خو په جمهوري نظامونو کې بیا کرار پراته دي، فقط خپل نوم ښکته پورته کوي.

    جالبه دا ده چې دوی په افغانستان کې د اوسني حکومت خلاف سنګر په داسې حالت کې نیولی چې د دوی په شتون کې یې دلته د ۴۸ کفري هېوادونو داړې ور ماتې کړې، چې له شړلو وروسته یې دوی په ټوله نړۍ کې واحد قیادت شو، چې په خپله خاوره اسلامي احکامات په تطبیق رسوي.

    د تاریخ پاڼې دا راښایي چې د اسلامي نظام د حاکمیت پر مهال چې کوم خوځښتونه او ډلې چې خپل فعالیتونه ګړندي کوي، تر شاه یې پردي لاسونه وي.

    مخکینۍ مقالهاقتصادي مرستيال: د قوشتېپې کانال چارې به په ټاکلي وخت بشپړې شي
    راتلونکي مقاله د شر او فساد لارویان د کاغذ په څېر وکارول شول، اوس یواځې دي!

    مربوطه لیکنې

    په غزه کې د نسل وژنې پر وړاندې د افغانانو غږ

    30 مې 2025

    د غزې د مظلومیت غږ او هغه نړۍ چې چوپ ده؛ د چوپتیا پر وړاندې اعتراض او ویښېدلو ته بلنه

    30 مې 2025

    له افغانستان څخه تر غزې پورې؛ د ظلم او جنایت پر وړاندې د عدالت چیغه

    30 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 1 جون 2025

    پاکستاني طالبانو له ۲۰۱۳ کال راوروسته تېره مياشت تر ټولو ډېر بريدونه ترسره کړي

    د پاکستاني طالبانو غورځنګ اړوند عمر ميډيا د خپل مياشتني راپور په خپرولو سره ویلي،…

    نایجریا کې د سختو سېلابونو له امله ۱۵۱ کسان وژل شوي

    1 جون 2025

    غزه کې پر نهارو فلسطینیانو د اسرائيلي رژیم برید؛ ۶۵ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

    1 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستاني طالبانو له ۲۰۱۳ کال راوروسته تېره مياشت تر ټولو ډېر بريدونه ترسره کړي

    1 جون 2025

    نایجریا کې د سختو سېلابونو له امله ۱۵۱ کسان وژل شوي

    1 جون 2025

    غزه کې پر نهارو فلسطینیانو د اسرائيلي رژیم برید؛ ۶۵ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

    1 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،941 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،876 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،865 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.