د لبنان محلي رسنیو خبر ورکړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په لبنان کې د اسرائيلي پوځيانو د بمبارد له امله ۶۳ لبنانيان په شهادت رسېدلي او ۲۴۴ نور شديد ټپيان شوي دي؛ چې په دې سره د لبنان د شهيدانو شمير ۲۵۴۶ او د ټپيانو شمير ۱۱۸۶۲ ته ورسېد.
همداراز د فلسطین محلي رسنۍ وایي چې نن له سهار راهيسې د اشغالګرو اسرائيلي پوځيانو له لوري په غزه کې ۶۳ فلسطينيان شهيدان شوي دي.
بلخوا بیا حزب الله ادعا کړې چې له نن سهار راهیسې يې د اسرائيلو شپږ ټانګونه په مکلمه توګه له منځه وړي او پکې سپاره ټول اسرائيلي پوځيان یې وژلي دي.